ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په دې وروستيو ورځو کی په چين کي د کلتوری نښې لرونکي ښار د ټاکلو پلان پيل شو چی د هيواد له داخل او بهر څخه د کلتوری نښې لرونکي ښار د ډيزاين لايحې راغونډې شي. له دغه فعاليت څخه څرګنديږی چی د چين د عنعنوی کلتور په بنا د چين د کلتوری مزي په نامه پلان ستر برياليتوب تر لاسه کړيدي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د نوموړي پلان په هکله څه معلومات واورئ.
د چين د شان دونګ ولايت د جی نينګ ښار د چين د کلتوری نښې لرونکي ښار په توګه ټاکل شويدی. دلته د چين د مشهورو پوهانو او ايډيالوجستانو کنفوسيوس او منسيوس اجدادي کورونه وو او د نړۍ د کلتوري ميراث په توګه د چيو فو د کنفوسيوس معبد ته نژدي دی . دغه سيمه د چين د عنعنوي کلتور يوه مهمه منبع ده . د پلان له مخی د چين حکومت به د تاريخی او کلتوری ميراثونو د ساتلو او د کلتوری نښې لرونکي ښار د پلان د تر سره کولو له لارې نوموړی سيمه د چين د کلتوری ښار په توګه وټاکي .
د چين د کلتوری نښې لرونکي ښار پلان يوازی د چين د کلتوری مزي په نامه د پلان يوه برخه ده. د چين د کلتوری مزي په نامه د پلان د تطبيق عمده مقصد دا دی چی له کلتور څخه په استفادې سره د چين د ټولو قومونو خلک او په خارجی
هېوادونو کی چينی اوسېدونکي سره يو لاس شي . دغه پلان په ١٩٩٨ کال کی د چين د څو سياسی ګوندونو او مشهورو شخصيتونو له خوا د پيشنهادونو لمخي پيل شويدی . د چين د اجتماعی علومو د اکاډمۍ يو پوه چی لی جينګ او د نوموړی پلان د تشکيلاتی کميټې سرمنشی دی. خبريال ته يی داسی وويل
(لومړی اواز)
د چين د کلتوری مزي په نامه د پلان د تطبيق عمده هدف دا دی چی د چينی کلتور، په تېره بيا د چين د غوره کلتورونو په بنا د هانکانګ، مکاو او د تايوان د خلکو او خارجی دوستانو سره زمونږ روابط او راکړي ورکړي پياوړی شی.
د ٢٠٠٠ کال په جون کی د نوموړی پلان يوه خاص فعاليت پيل شو چی د هانکانګ، مکاو او تايوان په شمول د ټول هېواد له څلور ديرشو اداری سيمو څخه رنګا رنګې خاورې په بېجينګ کی راټولې شوې او د چين يوه نقشه ورڅخه جوړه شوه . ښاغلي لی جينګ وويل
( دوهم اواز)
د ٢٠٠١ کال د جنوری د لومړی نيټې په يوولسو بجو او يوولسو دقيقو د تايوان وطنوال لومړی د ا لی د غره له څوکی څخه خاورې تر لاسه کړي او د چين د دهقانی جنترۍ له مخی د دوهمې مياشتې په دوهمه نيټه په بېجينګ کی د لوی ديوال له خاورو سره يو ځای شوې. په هغه وخت کی د ليان جان، ما ينګ جيو په شمول د تايوان څه دپاسه لس سياستمدارانو څرګنده کړه چی له نوموړی فعاليت څخه ملاتړ کوی.
د چين د کلتوری نښې لرونکی ښار په توګه د جی نينګ د ټاکنې نه وروسته د چين د کلتور خاصيت لرونکی څو ودانۍ به وار په وار جوړی شی.د چين د کلتوری مزي په نامه پلان
په دې وروستيو کلونو کی د چين د عنعنوی کلتور په هکله له يو لړ پلانونو څخه يوه برخه ده. د چين د اقتصاد او ټولنې په پر له پسی پرمختګ سره د چين د عنعنوی فلسفی، ادبياتو او تاريخ د زيات شمېر خلکو توجه ځانته رااړولی ده. له خارجی هېوادونو سره د تبادلې په ترڅ کی د چين د عنعنوی کلتورونو په هکله فعاليتونه ورځ په ورځ زياتېږی. د چينی ملت د کلتوری ټولنې د مرسيتال ښاغلي وانګ شی په نظر د چين د عنعنوی کلتور پرمختګ د نننی نړۍ دپاره مثبت اهميت لری. هغه وويل
(دريم اواز)
مونږ دا نظر لرو چی د چين کلتور د انسانانو په وړاندي د ځينو راتلونکو ستونزو د حل و فصل دپاره ګټور دي. د مثال په توګه په داسي حال کي چه نن ورځ معدني منابع تر ممکنه حده پوري استخراج شوي ، يو د بل سره رقابت د تالا کولو په خوا روان دي او د انسانانو ترمنځ روابط د بيلوالي سره مخامخ شويدی ، د چين د کلتور لمخې په نړۍ کي بايد د روغي جوړي په حال کي يو بل ته ګټه ورسول شي چه دا يو ډول مهربانه او ملايمه رويه او افکار دی .
هغه زياته کړه چی د چين عنعنوی کلتور په نړۍ کی خاص مقام لری.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و د چين د کلتوری مزي پلان ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!