<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-03 17:18:42    
پاکستان او هند د هر اخيز ديالوګ د بهير په هکله ګډه اعلاميه خپره کړه

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان او هند ديپلوماتيکو سکريترانو د سپتمبر په دوهمه نيټه په اسلام اباد کی د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخيز ديالوګ د بهير په هکله ګډه اعلاميه خپره کړه .

په نوموړی اعلاميه کی ويل شوی چه د هر اړخيز ديالوګ د بهير دريم پړاو به د ٢٠٠٦ کال د جنوری په مياشت کی د هند په مرکز نوی ډيلی کی پيل شی او د جولای په مياشت کی به پايی ته ورسيږی.

په نوموړی اعلاميه کی دا هم ويل شوی چه پاکستان او هند به د هر اړخيز ديالوګ د بهير په دريم پړاو کی د جمو او کشمير، د سير کريک په سمندر کی د سرحدی کرښی، د ترهګری او د مخدره موادو د قاچاق په ضد د مبارزی په شمول د مسئلو په باب سلامشوره وکړی . دغه راز دواړه خواوی به د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی او تجارتی همکاری د پياوړتيا او يو او بل ته د ديپلوماتانو د ور ليږلو په شمول پر مسئلو بحث وکړی.