د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د خارجه وزارت نطاق نغيم خان د شپتمبر په دريمه نيټه وويل چه د اسراييلو د مسئلې په باب د پاکستان اصولی دريځ نه بدلېدونکی دی.
هغه وويل چه پاکستان به د غزی د سيمی په شمول فلسطين ته د سفر لپاره يو ديپلوماتيک هيات وروليږی او دوی به د فلسطين د مشرانو سره خبری اتری وکړی. هغه دا تاييده کړه چه د فلسطينی دولت د جوړېدو دمخه به پاکستان اسراييل و نه پيژنی او له اسراييلو سره به هېڅ ډول اقتصادی او تجارتی تګ راتګ و نه کړی.