دا کلمه چه له هرې کلمې سره يو ځای کړو د هغې رنګ داسی بدکاندی چه بيا څوک ورته په ښه نظر نه ګوری .
وګورۍ ! سړی څومره لوړ او عالی مفهوم لری چه د اشرف المخلوقات په نامه ياديږی ، مر کله چه شخصی کلمه ورسره تعلق پيدا کړی ، نو شخصی سړی ترې جوړ شی .
همدارنګه د کار کلمه ده ، که سړی چا ته د کار سړی ووايی نو له دی نه لوی صفت بل نشته ، مګر کوم کار ته که شخصی کار ووايو وزن يی ډير ښکته کيږی .
خير او مصلحت يا خدمت څومره ښه کلمات دی ، خو چه شخصی ټکی ورسره ملګری شی ، نو بيا خپل تقدس بايلی او شخصی مصلحت ، شخصی خير او شخصی خدمت ډير ټيټ مقام پيدا کوی .
د يوې جريدې يا ورځپاڼې معنوی قيمت څومره لوړ دی ، مګر که دغه شی حقيقتأ شخصی شو ، نو بيا خپل ارزښت له لاسه ورکوی .
دغه شان دحکومت کلمه درواخله چه د شخصی کلمې په يو ځای کيدو هر چا ته بده ښکاری او نن سبا ټول خلک شخصی حکومت ته په سپکه ګوری .
شخصی حکومت يعنی څه ؟
د شخصی حکومت په مقابل کی ملی حکومت يا قانونی حکومت ياديږی ، چه د دې دوه ډوله حکومتونو ترمنځ که د زمکې او أسمان فرق نه وی نو د جنت او دوزخ فرق خوارومرو شته .
د شخصی او ملی حکومت په تعريف کی وايی ک
شخصی حکومت د يوه شخص يا څو تنو حکومت وی چه د هغوی په خوښه حکومتی کارونه په شخصی او امرو او احکامو اجرا کيږی .
ملی حکومت هغه دی چه د ملت د نمايندګانو ( پارلمان ) اعتماد حاصل کړی او پارلمانی مسؤليت ته غاړه کښيږدی .
دغه راز تعريفونه که صحيح هم وی ، نو کافی خو نه دی او ډيره نيمګړتيا پکی موجوده ده .
کيدی شی چه يو حکومت ملی پارلمان ولری او دشورا په اتعماد منځ ته راشی ، مګر اجرا ات يی شخصی وی ، يعنی : شخصی حب وبغض ، شخصی اشنايی او شخصی انتقام ، شخصی روابط او شخصی اغراض د خلکو په سرنوشت او سياسی يامدنی حقوقو کی ډير دخل ولری .
پارلمانونه چه هر چير ته وی د حکومتونو له ټولو اجرااتو ، نه خبريږی او د مداخلی حق هم کی نه لری . قوانين هم هيڅکله داسی نه جوړيږی چه د حکومت ټول اختيارات له خپولو صريحو احکامو لاندی راولی او ټول کلی او جزی اجراات په خپل لاس کی ونيسی .