<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-04 17:48:39    
د ويښتانو رازونه

cri

هرڅوک ويښتان لری ، خو د ويښتانو په باب علمي څيړنه يوازي پنځوس کاله دمخه پيل شوه ، ځکه چه له دي نه مخکي د عالمانو په نظر د ويښتانو څيړنه دومره زيات اهميت نه درلود. خو نن ورځ د ويښتانو د څيړنې او معاينې له لارې ډير زيات خبرونه اخيستل کيږي .

هر تن تقريبأ پنځه مليونه ويښتان لری ، خو د سر ويښتان يي له يو لک نه تر يو نيم لکو دانو پوري دی او هره ورځ صفر اعشاريه څلور ملي متره اوږديږي په بله ژبه هره مياشت دوولس ملي متره اوږديږي . هر ويښته د رامنځته کيدو ، مړه کيدو او تبديليدو تناوب لری او د نارينه وو د ويښتانو د ودې تناوب له دوو نه تر څلورو کالو پورې او د ښځو د ويښتانو د ودې تناوب د درو نه تر پنځو کالو پوري د ی او د درو اوونيو نه وروسته ويښتان د درو مياشتو دپاره د مړه کيدو مرحلې ته داخليږي څو چه ويښتان ولويږي او نوي ويښتان رامنځته شي ، وروسته بيا نوي تناوب پيل کيږي .

مګر بايد وويل شي چه د انسان د ويښتانو د مړه کيدو موده په هم وخت رامنځته کيږي . که په هم وخت رامنځته شي ، نو د انسان ويښتان به په يو وخت ټولټال ولويږي . د ويښتانو د لويدو ناروغی د زياتو سړو او ښځو د انديښنې وړ ده ، د علمي څيړنې لمخې دا د هر چا د جن سره نژدي اړيکې لري چه کله ويښتان يي لويږي يا په کوم شکل لويږي .

د ويښته کيمياوي ترکيبات دا دي چه په سلو کي پنځه څلويښت برخه کاربن ، اته ويشت برخه اکسيجن ، پنځلس برخه ازت ، اوه برخه هيدروجن او پنځه برخه سولفور دی . هغه معما چه بيدورفن څرنګه مړ شو ، په دوه زريم کال کي حل شويده چه دده د

اتو دانو ويښتانو د تحليل نه وروسته عالمانو دا نتيجه تر لاسه کړيده چه دده په ويښتانو کي د سرب اندازه د عادي معيار نه سل چنده زياته شوه ، نو دده د مرګ علت پيدا شو چه هغه د سرب د مسموميت له امله مړ شو .

د انسان ويښتان ډير قوي او دوامدار دي او د ارتجاع ښه قابليت لری ، هر ويښته سل سانتي ګرامه وزن په بل عبار ت سل داني ويښتان لس کيلوګرامه وزن او د يو تن د سر ټول ويښتان دوولس ټن وزن تحمل کولي شي

د ويښتانو د رنګولو مواد په نولس سوه اوم کال کي اختراع شول ، نن ورځ نه يوازي زاړه کسان بلکي ډير ځوانان ليدل کيږي چه ويښتان يي رنګ شويدي . البته د زړو کسانو دپاره د سپينو ويښتانو د رنګولو له لارې ځوانيتوب څرګنديږي . خو د وروستيو کلونو د څيړنو لمخې د ويښتانو د رنګولو له امله ډول ډول ناروغۍ پيداکيږي . نو په دي هکله تود بحث روان دی چه ځيني وايي د ويښتانو رنګول ګټه نه لري ، د ځينو نورو نظر برخلاف دی . خو بايد د ويښتانو د رنګولو په باب ځيني لازم معلومات تر لاسه شي . څوک چه غواړي خپل ويښتان رنګ کړي ، لومړي بايد د سر پوستکې معاينه وکړي چه وګوري زخم شته که نه ، که ټپی شته ، ښه به دا وي چه ويښتان دي رنګ نه کړي . دغه راز حامله ښځه او يا هغه کسان چه د وينو د فشار او د زړه په ناروغيو اخته دي ، هم د ويښتانو له رنګولو څخه ځان وژغوري . علت يي څه دی ؟ علت يي دا دی چه د ويښتانو د رنګولو زياتره مواد کيمياوي مواد دی او په دغو موادو کي انيلين او نور درانده فلزي عناصرلکه سرب ، نيکل او جيوې او داسي نور چه دغسي مواد د سر د پوستکو له لارې وينو ته نفوذ کيږي چه د اوږدي مودې دپاره د ذخيرې نه وروسته ډول ډول سرطانونه او ناروغۍ رامنځته شي . ځکه چه ننه

په چين اوخارج کي د علمي څيړنو لمخې د هغو ناروغانو څخه زياتره کسان چه د سرطانونو اخته شوي ، د ويښتانو د رنګولو تاريخ لري . د توجه وړ خبره دا ده چه بايد د ويښتانو د رنګولو ځله زيات نشي او يا د رنګولو هغه مواد انتخاب شي چه زهر نه لري يا کم زهر لري . م