د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په دريمه نيټه د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف په اسلام اباد کی د امريکې د سنا مجلس له غړي تام هارکين سره د کتنې په بهير کی د پاکستان او امريکې ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ څخه رضايت څرګند کړ. هغه وويل چی له څو کلونو راهيسی د پاکستان او امريکې ترمنځ بيلابيلې همکارۍ پراخې شوېدي. پاکستان د اقتصادی او ټولنيزې ابادۍ په ساحه کی له پاکستان څخه د امريکې د ملاتړ څخه مننه کوی، خو په عين وخت کی يی دا څرګنده کړه چی امريکا بايد د امريکې مارکيت ته د پاکستان د لا زياتو توليداتو د ننوتلو اجازه ورکړی. د سنا مجلس غړي تام هارکين له تروريزم سره د مبارزې په ساحه کی د پاکستان د سترو خدمتونو ستاينه وکړه.
|