<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-05 09:02:03    
په افغانستان کی د پارلمان يو کانديد د طالبانو لخوا وژل شويدی

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخی : د افغانستان د جنوبی سيمو د هيلمند د ولايت يوه مامور د سپتمبر په څلورمه نيټه دا خبر تصديق کړ چه د طالبانو ډلی په دريمه نيټه ماښام د افغانستان د پارلمان يو بل کانديد وواژه ٠ د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو نه مخکی دا اوم کانديد دی چه وژل کيږي ٠

نوموړی مامور وويل چه دغه کانديد د هيلمند د ولايت په سړک کی د بم د د چاودنی له امله مړ شو ٠

د افغانستان د پارلمان د لومړيو انتخاباتو په رانژدی کيدو سره د افغانستان پر حکومتی مامورينو ، پوليسو ، د پارلمان پر کانديدانو او د پارلمان د انتخاباتو په ملاتړ کوونکو او پر خارجی ميشته فوځونو باندی د طالبانو بريدونه سخت شويدی ٠ د احصائيی له مخی د سږ کال نه راهيسی څه دپاسه يو زر تنه په ډول ډول بريدونو کی مړه شويدی ٠