<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-05 17:02:43    
د توريزم د انکشاف په اثر په ځانګ جيا جی ښارکی د بزګرانو ژوند ښه والی موندلی دی

cri

د چين جنوبی ښار ځانګ جيا جی يو مشهور توريستی ځای دی او زيات کورنی او بهرنی توريستان راجلبوی .د توريزم د انکشاف په اثر د محلی بزګرانو عايدات زيات شوی دی او ژوند يی ښه والی موندلی دی .په ننی پروګرام کی به په نوموړی ښار کی د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی په هکله تاسو ته د معلوماتو په باب وړاندی کړو .

ځانګ جيا جی د هونان په شمال لويديځی برخی کی واقع دی او پکی ځانګړی طبيعی منظری او بشپړ ايکلوژيکی سيستم موجود دی . د وو لين يون توريستی سيمه چی د ځانګ جيا جی او له نورو دوو توريستی ځای څخه جوړ شوی دی، د نړيوال طبيعی ميراث په توګه د م م د يونيسکو له خوامنل شوی ده .د تيری پيړی د ٩ لسيزی نه راهيسی د سفر دپاره زيات توريستانو ځانګ جيا جی ښار ته ځی او په دی سيمه کی توريزم په چټګی توګه انکشاف موندلی دی .مګر په تيره زمانه کی د ځانګ جيا جی اقتصاد وروستی پاتی و . خو د توريزم د انکشاف نه وروسته په ځانګ جيا جی کی د بزګرانو ژوند بدل شوی دی. ٥٣ کلن بزګر ليو تانګ يوو د يو چی په نامه په کلی کی اوسيږی چی د هوانګ سی ځای په نامه د ځانګ جيا جی له توريستی ځای ته نژدی دی خبريال ته وويل (اواز................................)پخوا محلی حکومت د غلودانو د اخيستلو دپاره ما ته پيسی را کولی .غريب کسان زيات و او د يو کال د کارونو نه وروسته مو لږ عايدات تر لاسه کول.؛

په ځانګ جيا جی کی د توريزم د انکشاف نه وروسته په محلی سيمه کی د توريستانو د راجلبولو دپاره زيات اساسی تاسيسات جوړ شوی دی مثلأ لاری او هوټلونه او چاپيريال ښکلی شوی دی .ښاغلی ليو په توريستی ځای کی د لارو او پلونو په جوړولو بوخت دی .ډير زيات کليوال هم د توريزم په کارونو بوخت دی چی په دی اثر د دوی عايدات زيات شوی دی .د يو چی په کلی کی د هر تن په سر کلنی عايدات د پخوا په نسبت لس چنده زيات شوی دی او زياتره بزګرانو نوی ودانی جوړی کړی دی .

پخوا له دی امله چی په محلی سيمه کی اقتصاد وروستی پاتی و نو زياتو بزګرانو د مزدوری دپاره نورو ځايونو ته تلل .مګر اوس د توريزم د انکشاف په اثر د دوی په منځ کی زياتره يی بيرته راغلی دی .د ښاغلی ليو زوی پخوا په ساحلی سيمه کی کار کاوه خو اوس کور ته بيرته راغلی او په يو هوټل کی کار کوی .

په نژديو کلونو کی په جانګ جيا جی کی ځينی موزيمونه چی پکی فولکلوری هنر ښودل کيږی، جوړ شوی دی او دا د محلی سيمی توريستی چاری غنی کړی دی او د د بزګرو د استخدام او د دوی عايداتو د زياتوالی په برخه کی يی ستر رول لوبولی دی .

د شو هوا شان په نامه د يو موزيم رئيس هه چو هوا د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی زمونږ په موزيم کی تقريبأ ٤٠ تنه کارکوونکی شته او زياتره يی محلی بزګران دی .په نوموړی موزيم کی هنری شيان د بزګرانو له خوا جوړ شوی دی .

د ځانګ جيا جی د توريستی چارو د رياست کارکوونکۍ ښاغلی ګوو تی جين وويل د توريزم انکشاف د بزګرانو ژوند ته زيات بدلون ور کړی دی .(اواز........................) د دوی افکار أزاد او فعال شوی دی مثلأ په توريستی ځای کی زيات زاړه کسان او ماشومان کوريايی ژبه ويلی شی چی دا يو مهم بدلون دی .

زيات کوريائيان د سفر دپاره ځانګ جيا جی ته ځی چی په دی اثر په توريستی ځای کی زيات بزګران کولی شی چی په کوريايی ژبه کوريائيانو ته سلام واچوی د هغوی هرکلی وکړی او دوی ته د مالونو په باب معلومات وړاندی کړی او له دوی سره د بيی د ټيټيدو دپاره جګړه وکړی .خبريال په توريستی ځای کی د غره په لمن کی وکتل چی د کوچنی ميدان په شاوخواوسيمو کی يی زياتی مغازی او رستورانونه شته او خاوندان يی ټول محلی بزګران دی .کله چی کوريائيان راځی ،د مغازو خاوندان په کوريايی ژبه دوی ته سلام اچوی .خبريال د يوی مغازی په وړاندی له خاوند وانګ ماو سنګ سره خبری اتری وکړی .هغه وويل چی (اواز...................) ما د سوداګری په عين وخت کی کوريايی ژبه زده کړی ده .هره ورځ کوريايی توريستان د سلو ژن مين بی يونو په ارزښت مالونه اخلی .

ګرانو اوريدونکو .زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد .خوسحاله اوسی.