<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-05 18:32:59    
د چين حکومت د ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی اړيکو د نژدی کولو لپاره فعال او مثبت ګامونه اخيستی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، اوس به د چين د قيمتی ټاپو - تايوان په باب د معلوماتی مسابقی په اړه دريم مضمون کی د هغی موضوع په شاوخوا له تاسو سره څه وغږيږو کوم چه د چين حکومت د ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی اړيکو د نژدی کولو لپاره مثبت ګامونه اخيستی دی او د دواړو غاړو اوسيدونکی تری ګټی اخلی .

د ١٩٤٩کال نه وروسته د تايوان او لويی وچی ترمنځ د بيلتون له امله اقتصادی او تجارتی اړيکی يی هم بندی شوې . په ١٩٧٩کال کی د لويی وچی لوری لومړی هغه پيشنهاد وړاندی کړ چه په تجارتی ، پوستی او ترانسپورتی ساحو کی د دواړو غاړو ترمنځ مستقيمی اړيکی ټينګی شی . ورپسی د دواړو غاړو ترمنځ د سياسی خړپړتيا کمښت د اقتصادی او تجارتی روابطو د اعادی او انکشاف لپاره مناسب چاپيريال او فضا برابره کړی ده .

له ١٩٨٧کال څخه د تايوان مقاماتو اوسيدونکو ته اجازه ورکړه چه د کورنی غړو او خپلوانو د کتلو لپاره لويی وچی ته سفر وکړی او په دی اساس زياتو تايوانی سوداګرو په لويه وچه کی د بازارونو او منابعو په پلټنې پيل وکړ .

د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تخنيکی تبادلی د پياوړتيا په غرض د لويی وچی خوا د تايوانی سوداګرو د پانګی اچونی د ساتنی په باب د مقرراتو په شمول يو لړقوانين او قاعدې جوړی کړی دی . له دی برکته د تايوان مخ په

زياتيدونکو سوداګرو له لويی وچی سره اقتصادی او تجارتی همکاری پيل کړی او په لويه وچه کی خپلی اچول شوی پانګی زياتی او اړوندی ساحې يی پراخی کړی دي .

د چين د سوسيالوژی د اکاډمی څيړونکی جانګ ګوان هوا خبريال ته وويل _ د تيری پيړۍ د نهمی لسيزی د نيمايی نه را وروسته د تايوان د ماشين الاتو د جوړونی او د نفتو او کيمياوی صنايعو خاوندانو په لويه وچه کی پانګی واچولی او د الکترونيکی پردو په شمول د لوړ ساينس او تکنالوژۍ د توليداتو په ساحه کی د تايوان سرمايه ګذاری هم په بيړه زياته شوی ده .

د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارت همکاری د بهير په باره کی د چين د دولتی شورا د تايوان د چارو د دفتر ښاغلی خه شه جونګ په يوه مطبوعاتی کنفرانس کی وويل _

د روان کال دمی مياشتی تر پايه پوری د دواړو غاړو ترمنځ د غير مستقيم تجارت عمومی حجم له ٤٣٠ ملياردو امريکايی ډالرو نه اوښتی دی چه په دی جمله کی له تايوان څخه دلويی وچی د وارداتی مالونوحجم ٣٦٠ ملياردو ډالرو ته ورسيد . اوس لويه وچه د ټاپو په بهر کی د تايوان د توليداتو او محصولاتو لومړنی لوی خريدار اود تايوان د تجارت د مثبت بيلانس لومړنی منبع ګرځيدلی ده .

سره له دی چه د دواړو خواؤ ترمنځ د همکاری پيمانه نسبتأ لويه ده ، خو دغه ټول تجارتی معاملات له غير مستقيمی لاری سرته رسيږی . دمستقيمو معاملاتو د مخنيوۍ علت يی دا دی چه د تايوان مقامات تل په تجارتی ، پوستی او ترانسپورتی ساحو کی د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيمو اړيکو د

ټينګولو په هکله د لويی وچی او ګڼ شمير تايوانيانو غوښتنی ته مثبت ځواب نه ورکوی او تل د نوموړی غوښتنی د مخنيوۍ لپاره ناوړه کوښښ کوی . د تايوان يو صنعتګر چه چنګ ګو يوان نوميږی ، خبريال ته وويل __ ( اواز ٤ ) که نوموړی غوښتنه په عمل بدله شی ، نو زيات شمير انسانی او مادی قواوی سپما کيدای شی او د دواړو غاړو د پرسونلو ترمنځ تګ راتګ به زيات او نژدی شی چه دا نه يوازی په لويه وچه کی تايوانی سوداګرو ته ګټه لری ، بلکی د دواړو غاړو د خلکو د خوښی ځای او ارزوهم ده.

د تايوانی مقاماتو د منفی اعمالو په پرتله لويه وچه تل په بيلا بيلو ساحو کی د باهمی تبادلی او همکاری د بهير د ګړندی کولو په هڅه کی ده ترڅو د دواړو غاړو د خلکو ، په تيره بيا د تايوان اوسيدونکو ته ګټه ورسول شی . د وروستيو څو کلونو راهيسی د ميوو په شمول زراعتی محصولات په تايوان کی ښه بازار نه لری . نوپه دی وجه د تايوانی بزګرو د مشکلاتو دليری کولو لپاره لويی وچی څو تازه ګټور تدبيرونه نيولی دی . يوازی د روان کال په لومړنی نيمايی کی په لويه وچه کی د تايوانی ميوو د خرڅلاؤ اندازه د تيرکال د همدی مودی په مقايسه په سلو کی ٤٠ زياته شوې ده .

درنو اوريدونکو او لوستونکو ، ددی مضمون په اړه دوې پوښتنی دا دی : لومړی _ اوس د ټاپو په بهر کی د تايوان د توليداتو او محصولاتو لومړنی لوی خريدار اود تايوان د تجارت د مثبت بيلانس لومړنی منبع کوم ځای دی؟

دوهم - په تجارتی ، پوستی او ترانسپورتی ساحو کی د مستقيمو اړيکو د ټينګولو په خاطر غوښتنه د ابنا د دواړو غاړو څخه د کومی خوا لخوا وړاندی شوه ؟ تر اوسه پوری د نوموړو اړيکو د نه ټينګولو علت څه دی ؟