د قبل الميلاد په دوه سوه يوويشتم کال کی ، ين جن د چين لومړي متحد هيواد جوړ کړ ، مګر د ين جن د ظلم او ستم له امله په څه دپاسه لسو کلونو کی خلکو ډېر غريب ژوند تيراوه چه په نتيجه کي د چن شنګ په مشری د بزګرانو لوي قيام رامنځته شو او د چينګ سلسله په پاي کي نسکوره شوه .
د قبل الميلاد په دوه سوه نهم کال کی نهه سوه تنه بزګران د شمالي سرحداتو د دفاع دپاره وروليږل شول. کله چه دوی د ان هوی ولايت د داي ځه کلي ته ورسيدل، د څو ورځو له سخت باران سره مخامخ شول. د چينګ د سلسلی د قانون سره سم ، که چيری په ټاکلی موده کی هدف ته و نه رسيږی ، دوی به ټول ووژل شی. ددوي مشرانو چن شنګ او وو ګوانګ د مشکلاتو په وړاندی فکر وکړ چه که چيری دوی سرحدی سيمی ته ناوخته ورسيږی، مړه به شی، که وتښتی ، د نيول کېدو نه وروسته به هم ووژل شی. که قيام وکړی، د ژوند امکان به وی ، نو ټول کسان يی راغونډ کړل او د چين په تاريخ کی يی د بزګرانو لومړی قيام کوونکی پوځ جوړ کړ. دغه پوځ ډېر بي وزلي خلک راجلب کړل او د پوځيانو شمېر يی ډېر ژر لس ګونو زرو تنو ته ورسيد. دوی په ګړندی توګه پنځه شپږ ولسوالۍ ونيولې او د چين په منځنی سيمه کی يی خپل رژيم جوړ کړ او چن شنګ ځان د امپراطور په حيث وباله.
که څه هم چن شنګ يو غريب برګز و ، مګر هغه لويه اراده درلودله او د ده هغه قول ډېر نامتو و ً. د قيام د پيل نه دمخه يوه ورځ کله چه هغه له خپلو ملګرو سره په زراعتی ځمکی کی کار کاوه ، وويل که وروسته مونږ ښه ژوند وکړو، نو بايد يو له بل هير نه کړو . نورو په خندا سره وويل چه مونږ يوازی مزدور بزګران يو امکان نشته چه ښه ژوند تر لاسه کړو . چن شنګ وويل چه توتکي د لوي قو په ارادی نه پوهيږی. کله چه چن شنګ په قيام پيل وکړ، هغه نور کسان هم دې ته تشويق کړل چه نارينه بايد لوی کار وکړی . د چن شنګ د داسی خبرو څخه د فيوډالی نظام تر ستم او ظلم لاندی د بزګرانو سياسی هيله او اقتصادی غوښتنه څرګنديدله چه دا په تيرو سلسلو کي د کلونو کلونو راهيسی د بزګري قيامونو ستر هدف و .
د بزګرانو قيام کوونکو ژر د ټول هېواد د بزګرانو ملاتړ تر لاسه کړ او شمېر يی څو لکو ته زيات شو. مګر له دي امله چه چن شنګ زياتې جنګی تجربی نه درلودې او څو غلطی پرېکړې يي وکړې ، د بزګرانو پوځ د چينګ د پوځونو تر محاصرې لاندي وو او سختې ماتې يي وخوړلې . په پاي کي چن شنګ او وو ګوانګ د خپلو عسکرو لخوا ووژل شول او د دوی په مشری د چين لومړي بزګري قيام ناکام شو .
د چن شنګ د ناکاميدو بل علت دا و چه هغه له راحت طلبي څخه ډډه و نه کړه او په بدو او ناوړو کسانو باندي يي اعتماد وکړ . کله چه چن شنګ تازه خپل رژيم جوړ کړ ، سمدلاسه يي ښکلي او لوکسی ماڼۍ جوړې کړې . کله چه به يی پخوانی ملګري د ده د ليدو دپاره راتلل ، هغه نه يوازی د دوي ښه پذيرايي نه کوله ، بلکی به يي د ناوړو کسانو د تهمتونو په اوريدو سره خپل ملګری وژل. له دې امله دده پخوانی ملګري او يو شمير پلويانو ور څخه ځانونه ليری کړل چه دا د بزګري د قيامونو د ناکاميدو او په فيوډالی ټولنه کی د بزګرانو لخوا د جوړ شوي رژيم د نسکوريدو عمده سبب و .
د چن شنګ د مړينی نه وروسته پيروانو يی په خپلي مبارزې باندي ټينګار وکړ او د نورو قيام کوونکو بزګرانو سره يو ځاي يي په دوامداره توګه د چينګ له پوځونو سره جګړې وکړی. د قبل الميلاد په دوه سوه شپږم کال کی د چينګ سلسله د بزګرانو د قيامونو د بريدونو په اثر پای ته ورسيده .