د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د خارجه وزارت نطاق محمد نعيم خان د سپتمبر په پنځمه نيټه په اسلام أباد کی څرګنده کړه چه پاکستان د ايران د ذروی مسئلی د حل لپاره هر راز اجباری تدبير سره مخالفت کوی ٠
هغه وويل چه د ايران د ذروی مسئلی د حل وفصل په باب هره اړونده پريکړه بايد د اړوندو خواوو د حقوقو او ژمنو سره سم ونيول شي ٠ هغه وويل چه د ايران د ذروی مسئلی په باب د خبرو اترو لومړی استازی علی لاريجانی به په نژدی راتلونکی کی پاکستان ته سفر وکړي او د ايران او اروپائی اتحاد او اټومی انرژی د بين المللی سازمان تر منځ د سلا مشوری حالات به پاکستان ته ئی څرګند کړی ٠