<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-06 17:30:33    
حامد کرزی له طالبانو او د حکومت په ضد له نورو وسله والو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه  چه د خپل هيواد په بيا ابادۍ کښی برخه واخلی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د سپتمبر په شپږمه نيټه د يوه عربی تلويزونی سټيشن له خبريالانو سره د مرکې په بهير کښی له طالبانو او د حکومت په ضد له نورو وسله والو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چه بايد وسلې تسليم کړی او د افغانستان له خلکو سره يو ځای د هيواد په بيا أبادۍ کښی برخه واخلی ٠

جمهوررئيس حامد کرزی وويل چه که طالبان او نور وسله وال سازمانونه وغواړی چه ټولنې ته بيرته راشی، دوی ته به وبښل شی ٠ هغه له دوی څخه غوښتنه وکړه چه د هيواد راتلونکی ګټې په نظر کښی ونيسی او له ټولو خلکو سره يو ځای په فعاله توګه د خپل هيواد د بيا أبادۍ په بهير کښی ګډون وکړی٠