<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-06 18:37:25    
د اولمپيک د سپورتی لوبو يادګاری نښه

cri

د اولمپيک د لومړی دورې له سپورتی لوبو څخه په هره دوره کی د اولمپيک د سپورتی لوبو زيات شمېر يادګاری نښې ډيزاين او جوړېږی چی سپورتی لوبغاړو، افسرانو او نورو کارکوونکو ته ورکول کېږی.د اولمپيک د سپورتی لوبو د يادونې دپاره مدالونه چی له مسونو څخه جوړېږی، په عمده توګه دايروی دي. د نوموړو مډالونو په لومړنی مخ کی د اولمپيک د هرې دورې د سپورتی لوبو نښان، د کوربه ښار نښې، د لوبو وخت او داسی نور افورمېشن ثبتېږی.
د اولمپيک ورځ
د ١٩٤٨کال په جنوری کی د سويس په سټموريز کی د اولمپيک د بين المللی کميټې په دوه څلويښتمه عمومی غونډه کی فيصله وشوه چی د هر کال د جون په درويشتمه نيټه په ټوله نړۍ کی د نوموړی کميټې د رامنځته کېدو د نمانځنې دپاره فعاليتونه تر سره شی، څو چی د اولمپيک د مفکورې او ارمان تبليغات وشی او سپورتی چارې پرمخ بيول شی. په دې توګه نوموړی ورځ د اولمپيک د ورځې په توګه ټاکل شوی ده. د همدې کال په نوموړی ورځ د لومړی ځل دپاره د نمانځنې فعاليتونه جوړ شول. له دې نه وروسته د هر کال د جون له اوه لسمې نيټې څخه تر څليرويشتمې نيټې پوری د نړۍ په مختلفو هېوادونو او سيمو کی د نمانځنې رنګا رنګ فعاليتونه پر ځای کېږی.
د اولمپيک د سپورتی لوبو بيرغ
د اولمپيک د سپورتی لوبو بيرغ په ١٩١٣ کال کی د کوبيرتين له خوا ډيزاين او جوړ شو. دغه بيرغ سپين دی او د بيرغ په مرکز کی د اولمپيک پنځه دايرې ليدل کېږی چی د پنځو لويو وچو يووالی او په مختلفو مسابقو کی د سپورتی لوبغاړو ترمنځ د عادلانه، صادقانه او دوستانه روح څرګندوی. د اولمپيک د هرې دورې د سپورتی لوبو په احتتاميه مراسمو کی د کوربه ښار استازي نوموړی بيرغ د اولمپيک د بين المللی کميټې رئيس ته ورکوی او بيا د اولمپيک د بين المللی کميټې د رئيس له خوا د راتلونکی سپورتی لوبو د کوربه ښار ښاروال ته تسليمېږی. وروسته بيا دغه بيرغ د ښاروالی په دفتر کی وساتل کېږی.
د اولمپيک مدالونه
په ١٩٧٤ کال کی د اولمپيک بين المللی کميټې فيصله وکړه چی هغه چا ته مډالونه ورکړی چی په سپورتی کارونو کی د اولمپيک د اصولو مراعات وکړی، په فعاله توګه د اولمپيک مفکوره او ارمان تبليغ کړی، د اولمپيک د چارو د پرمختګ دپاره ستر خدمتونه تر سره کړی او په سپورتی مسابقو کی ستر برياليتوب تر لاسه کړی. مګر د اولمپيک د بين المللی کميټې اوسنی غړي داسی مډالونه نشی تر لاسه کولای. د اولمپيک مډالونه د سرو زرو، سپينو زرو او برو سرو په مډالونو ويشل کېږی. د جنوبی افريقې د پخوانی جمهور رئيس ينلسن مانديلا، د روسيې پخوانی جمهور رئيس يلتسين او د چين د صدر اعظم د پخوانی مرستيال وان لی په شمول د نړۍ زيات شمېر مشهورو شخصيتونو ته 0نوموړي مډالونه ورکړل شويدي.
د اولمپيک د سپورتی لوبو د يادونې پوستی ټکټ
د اولمپيک د اومې دورې د سپورتی لوبو نه راهيسی مختلف کوربه هېوادونه په جلا جلا توګه د يادونې پوستی ټکټونه چاپوی. يوروګوای داسی لومړی هېواد ؤ چی د ١٩٢٤ کال په جولای کی د غير کوربه هېواد په حيث د اولمپيک د اتمې دورې د سپورتی لوبو د يادونې دپاره خپل پوستی ټکټونه خپاره کړل. د احصائيې له مخی د دوهمې نړيوالې جګړې نه مخکی د سپورتی چارو په هکله د پوستی ټکټونو شمېر له درو سوو څخه کم ؤ، مګر د ١٩٦٨ کال نه راهيسی د اولمپيک د هرې دورې د سپورتی لوبو په ترڅ کی څه نا څه سل هېوادونه او سيمې د يادونې نژدی زر پوستی ټکټونه خپروی.