<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-06 19:49:03    
د افغانی يوی پيغلی سره مرکه

cri

ګرانو اورېدونکو، پدې وروستيو ورځو کی د چين د بهرنيو چارو د وزارت په بلنه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت ځوان ديپلوماتان د ديپلوماسی د زده کړی او تريننګ لپاره چين ته سفر کړی وً. په دغو ځوانو ديپلوماتانو کی يوی نجلی چه په عين زمان کی د کابل په يوه راډيو کی د نطاقی دنده په غاړه لری ، هم سفر کړی وً. نوموړی د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی د ليدو لپاره دلته راغلی وه او زمونږ خبريالی له نوموړی سره يوه لنډه مرکه وکړه او زمونږ دغه رابلل شوی ميلمه ساغر رشيدی نوميږی.

ساغر رسئيدی زمونږ د خبريالی سره د مرکی په پيل کی داسی وويل :

لومړی د چين د بين المللی راډيو د پښتو څانګی ټولو کارکوونکو ته او بيا هغه چا ته چه همدااوس زما غږ اوری، سلامونه وړاندی کوم. زه له تاسو څخه مننه کوم چه ما ته مو بلنه راکړه او ډېره خوشحاله يم چه له تاسو سره خبری کوم.

خبريالی له هغی څخه لومړی پوښتنه وکړه تاسی د راډيو د يوی نطاقی په حيث له کوم کوم خنډونو سره مخامخ شوی ياست؟

هغی وويل چه په رښتيا هم دا ډېره مشکله خبره ده چه يو څوک په داسی يو محيط کی کار وکړی چه څو لسيزی جګړی يی تيری کړی وی، په ځانګړی توګه د ښځو په وړاندی خو په داسی ټولنه او چاپيريال کی کار کول د ستونزو او مشکلاتو نه خالی نه وی . اوس چه افغانستان د ترقی او پرمختګ په لوری روان دی بيا هم له ستونزو سره سره کار کوو او د افغانستان په بيا رغاونه کی برخه لرو. که څه هم ما د کار په لمړنيو ورځو کی لږ څه ستونزی درلودی. مثلا په لومړی ځل زما کورنی ما ته اجازه نه راکوله چه په راډيو کی کار وکړم، بله دا چه د ښځو لپاره د ټولنی ځينی بنديزونه هم د دې سبب وً چه په پراخه توګه ښځی په دفترونو او يا نورو اقتصادی، کلتوری او قرهنګی برخو کی کار و نه کړی. خو ما د کوچنيوالی څخه په راډيو کی د کار او نطاقی سره مينه او علاقع درلوره او د همدې علاقی له امله زما کورنی ما ته اجازه راکړه چه کار وکړم کله چه می کار پيل کړ نه يوازی د کورنی له خوا وهڅول شوم بلکی د اورېدونکو او درنو هېوادوالو لخوا هم وهڅول شوم. له نيکه مرغه اوس د ښځو لپاره د کار په برخه کی او يا په اجتماعی ، اقتصادی ، سياسی ، کلتوری ، قرهنګی او نورو برخو کی کومی ستونزی نه شته او په پراخه توګه افغانی ښځی د خپلی ټولنی په بيا رغاونه کی برخه لری.

د ده د پخوانی کار او په کار کی د تر ټولو لوی مشکل په باب هغی وويل :

دا يوه څرګنده خبره ده چه شهرت موندل د خلکو لخوا رامنځته کيږی، د کار په پيل کی دومره نه هڅول کيدم، خو اوس د اورېدونکو لخوا ډېره هڅول کيږم. دمخه ما دوه ساعته راډيوی خپرونه وړاندی کوله ، خو اوس زما د خپرونی وخت شپږ ساعتونو ته لوړ شويدی . زه کوشش کوم چه خپل اورېدونکی خوښ وساتم او د هغوی په ذوق او شوق افغانی پښتو، دری بهرنی سندری او نور په زړه پوری مطالب وړاندی کړم.

ځکه د اورېدونکو تشويق او هڅوونه د دی سبب کيږی چه هغوی ته ښه او په زړه پوری خپرونه وړاندی کړم. لومړی ستونزه زما لپاره دا وه چه ما کومه کاری تجربه نه درلوده او د مايکروفون په وړاندی می خبری هم نشوای کولای. خو اوس په خپل کار کی پوره بريالی يم. د کار په لومړنيو وختونوکی می مستقيمه خپرونه نشوای وړاندی کولی خو وروسته د خپلی کورنی ، دوستانو او اورېدونکو د زيات تشويق او هڅونی له امله په مستقيم ډول خپرونی وړاندی کوم او د خپل کار څخه ډېره خوشحاله يم.

د افغانستان د نژدی پارلمانی انتخاباتو په هکله هغی وويل :

په راتلونکو څو اونيو کی د پارلمان ياد ولسی جرګی لپاره عمومی انتخابات تر سره کيږی چه پکی د ټول هېواد په سطحه ډېری ښځی برخه اخلی او همدا شان د هېواد د پارلمان يا ولسی جرګی د څوکيو د تر لاسه کولو لپاره د هېواد په مرکز او ولايتونو کی ډېرو ښځو ځانونه کانديد کړی او په انتخاباتی مبارزو يی پيل کړيدی . دغه راز د هېواد د ولايتی شورا د غړيتوب د تر لاسه کولو لپاره هم ډېرو ښځو ځانونه کانديد کړی او په انتخاباتی مبارزو يی پيل کړی دی.

د هېواد اساسی قانون او د اسلام مبارک دين د ښځو حقوق تضمين کړی او ښځی کولای شی د دغو حقوقو په رڼا کی په سياسی، ټولنيزو او اقتصادی چارو کی برخه واخلی. اوس ښځی کولای شی چه په ازاده توګه کار وکړی او اوس زمونږ په هېواد کی د ښځو د کار کولو او برخی اخيستنی په هکله ښه زمينه مساعده شويده.

چين ته د خپل لنډ سفر او خاطرو په باب هغی وويل :

زمونږ دا څو ورځی په چين کی ډېری ښی تيری شوی ، د چين خلک ډېر ښه خلک دی او ډېره خوږه خاطره چه د چين څخه له ځانه سره وړم هغه داده چه د چين خلک ډېر مهربانه او ميلمه پاله خلک دی .

بله خبره چه يادوم هغه دا ده چه چين زمونږ دوست او ګاونډی هېواد دی او د تاريخ په اوږدو کی زمونږ د هېوادونو تر منځ دغه دوستی ښه او ټينګه ساتل شويده. دغه راز په دی وروستيو وختونو کی د افغانستان او چين تر منځ تګ راتګ زيات شويدی او هم د ددواړو هېوادونو تر منځ تجارت او سوداګری ډېره پراخه او وده کړيده. ځکه د دغو اړيکو د زياتوالی ، تګ راتګ او د سوداګری د پراختيا لپاره ښه زمينه مساعده شويده.