<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-06 19:41:18    
د چين نړيوال قهرمان جاو هونګ بو که څه هم چه ټپی شوي دی ، خو لا هم غواړي چه د اولمپيک په راتلونکو ژمنو سپورتی لوبو کي ښه موففيت لاس ته راوړي

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين ورزشکار جاو هونګ بو په نمايشي يخ بازی کی د چين ډير غوره او غښتلی دی ، هغه له خپلې ملګرې سن شيو سره په وار سره د ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال د نمايشي يخ بازی يعني په يخ باندي د نڅا د ورزش په نړيوالو چامپيشيپونو کی طلايی ميډالونه او د ٢٠٠٢ کال د ساات ليک ښار د اولمپيک په ژمنيو سپورتی لوبو کی يي يو برونزی مدال لاس ته راوړيدي ٠ د ايتاليې د دورينو په ښار کي د اولمپيک په ژمنيو سپورتی لوبو کی چه د راتلونکی کال په فبروری کی به تر سره شي ، دوی دواړه لا هم د قهرمانې د لاس ته راوړلو په برخه کي د نورو هيوادونو له ورزشکارانو سره د رقابت توان لري ٠ خو له بدمرغه څو ورځې د مخه په تمريناتو کی د جاو هونګ بو د ښی پښی پله شليدلی ده چه په دي وجه هغه د راتلونکو درو مياشتو په تمرينونو کی ګډون و نه کړي ٠ مګر هغه د دورينو د اولمپيک په راتلونکو ژمنيو سپورتی لوبو کي د ښه موفقيت د تر لاسه کولو له ارزو څخه لاس و ا نه خلي ٠ د سپورت نړۍ نننی پروګرام کی به په دې باره کی يو مضمون واوري ٠

د سږ کال د اګيست په پيل کی د چين د يخ بازی ورزشکارانو د جنوبی چين د کون مينګ په ښار کی په يو لړ تمريناتو لاس پوري کړ ، د پنځمی نيټی له غرمی نه وروسته کله چي په يخ باندی د يو مشکل حرکت د تر سره کولو په وخت کی د ورزشکار جاو هونګ بو ښی پښه ئی ټپی شوه ، خو له بدمرغه د تشخيص نه وروسته

ورته وويل چه ستا د ښی پښی پله شليدلی ده .

جاو هونګ بو د ټپی کيدو د جريان د يادونی په وخت کی وويل __اواز___ په دغه ورځ د يون نان په ولايت کی د تمرين په ترڅ کی ناڅاپه می دا حس وکړ چه پښه می لکه چه په چاړ وهل شوی او ډير خوږيدله ، حقيقت همداسي و چه د پيښې پله مې پری شوی وه ٠

په واقعی توګه د ٢٠٠٤ کال د پای نه راهيسی د جاو هونګ بو د ښی پښی پله ټپی شوی او تر علاج لاندي ده ٠ د جاو هونګ بو او شن شوي روزونکی وويل چه جاو هونګ بو به لږ تر لږه د درو مياشتو د علاج نه وروسته په خپل تمرين پيل وکړي ٠

پوښتنه دا ده چه جاو هونګ بو د راتلونکی کال په پيل کی د دورينو د اولمپيک په ژمنيو سپورتی لوبو کی ګډون کولای شي که نه ؟ ځواب يي دا دی چه دا به د جاو هونګ بو د بيا جوړيدو او تمرين په حالت پوري اړه ولری ٠

که څه هم هغه د خپلې ملګرې شن شيوي سره يو ځاي په زيات شمير نړيوالو لوبو کی طلايی مدالونه تر لاسه کړيدی ، مګر دوي دواړو د اولمپيک په ژمنيو سپورتی لوبو کي کوم طلايی مدال لاس ته را وړلی ندی ، د دې طلايي ميډال د تر ګوتو کولو لپاره دوي دواړو د زياتو کلونو دپاره تياري نيولې دی ٠ د ٣٢ کلن ورزشکار جاو هونګ بو دپاره د خپلې پښې ټپی کيدل د طلايي ميډال د لاس ته راوړلو دپاره يوه سخته ستونزه ګڼل کيږی ٠ خو جاو هونګ بو لا هم په ټينګ عزم سره څرګنده کړه چه دوي دواړه به په راتلونکو لوبو کي د ګډون نه لاس وا نه خلي ٠ جاو هونګ بو وويل -----اواز------

د دورينو په ښار کي د اولمپيک د ژمنيو سپورتی لوبو جوړيدو ته يوازي نيم کال

پاتی دی او د روان کال په لومړي نيمايي کي د مسابقې مقررات هم څه نا څه بدل شويدي او ددغو مقرراتو سره د مطابقت دپاره مونږ ډير کوشش کړيدي ، خو اوس د

پښې پله مې پری شويده ، دا زمونږ دپاره د خپل عمر په بهير کي ډير لوي مشکل بلل کيږي . مګر مونږ به په په راتلونکي نيم کال کي لا نور هم کوشش وکړو څو چه په دورينو کي ښه موفقيت لاس ته راوړو .

د جاو هونګ بو او شن شيوې روزونکي ياو بين وويل چه د نمايشي يخ بازي ټيم به د متخصصانو په شمول غونډه جوړه کړي څو چه د جاو هونګ بو د بيا روغتيا دپاره يو جامع پلان طرح کړي . هغه وويل (أواز)

مونږ به د هيواد په داخل يا بهر کي د ټپ د بيا جوړيدو په هکله د متخصصانو په ګډون يوه غونډه جوړه کړو څو چه د جاو هونګ بو د تمريناتو د بيا اعادې دپاره ښه پلان طرح کړو. جاو هونګ بو وويل چه په تمرين کي ټپي کيدل د ورزش دپاره يوه عادي پيښه ده ، د نورو کسانو په نسبت د ورزشکارانو د صبر توان قوي دی .

د جاو هونګ بو ملګرې شن شيوې خبريال ته وويل (أواز) په لومړي وخت کي زما دپاره دا بالکل ناڅاپه پيښه وه ، خو زما په نظر جاو هونګ بو به د خپل ټپ د بيا جوړولو دپاره کوشش وکړي او مونږ دواړه به هم لاسو نه سره يو کړو .