<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-07 17:29:49    
د کوريا يوه نجلۍ له چين سره مينه لری

cri

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تطبيق نه راهيسی لا زيات شمير خارجيان چين ته راغلی او د چين د کلتور او تاريخ سره ډيره علاقه لری او د چين سره مينه لری ٠د لويديځو هيوادونو د خلکو په نسبت لا زيات کوريايی خلک د ختيځې نړۍ په نماينده ګی د چين کلتور په بشپړه توګه پيژنی ٠

يوه کوريايی نجلۍ چه کيم سوينګ نوميږی ، د شانګهای ليسې د بين المللی ټولګی زده کوونکی ده او هغه دری کاله د مخه د خپلو کورنيو غړو سره يو ځای شانګهای ته راغلی ده ٠ پلار ئی د کارتونی لوبی د سامانونو يو سوداګر دی او هميشه د چين او د کوريا د جمهوريت تر منځ تګ را تګ کوی او مشر ورور ئی هم په دغه ښوونځی کی زده کړه کوی او د ده هدف دا دی چه له ليسې څخه د فارغيدو نه وروسته د بيجينګ په پوهنتون کی زده کړه وکړي ٠ د نوموړی کور غړی د چينی ژبی له لوست سره ډيره علاقه لری او دوی په کور کی د کوريايی ژبی پر ځای چينی ژبه وائی ٠ د کيم سوينګ مور په هره ورځ کی د ټلويزيون په واسطه د چينی ژبی زده کړه کوی ، خو د خپلو اولادونو په نسبت سويه ئی ټيټه ده او پلار ئی په جاپانی او انګلسی ژبو ډير پوهيږی ، مګر چينی ژبه نه شی ويلای خو اولادونه ئی د چين ژبی په زده کړی کی ورسره مرسته کوی ٠

کيم سوينګ په خپل ټولګی کی يوازينی اسيايی زده کوونکی ده ، نو د نورو هيوادونو له ماشومانو سره ډير توپير لری٠ هغه د چينی ماشومانو په شان په چينی ژبه ډير ښه پوهيږي ، نور ډير شمير خلک داسی فکر کوی چه هغه يوه چينی نجلۍ ده ٠

په ښکاره توګه د بهرنيو هيوادونو د زيات شمير ماشومانو په نسبت کيم سوينګ له چينی ژبی سره ډير علاقه لری ٠ هغی وويل د کوريا په تاريخ کی د لرغونی چين د نامتو سياستمدارانو او مفکرانو لکه کانفوسيوس په شان څوک نه شته ، دغه نامتو کسان پر کوريايی خلکو باندی هم ستره اغيزه لری او د کانفوسيوس او د ده زده کوونکو په اړه کارتون کتابونه ډير زيات دی ٠ هغه د کانفوسيوس لخوا له څرګند شوی ژور فلسفی افکارو سره مينه لری ٠ هغه نه يوازی د چينی کلتور او تاريخ سره د ستری علاقی له امله چينی ژبه زده کوی او بل هدف ئی دا دی چه وروسته به له خپل پلار سره په چين کی د سوداګری چاری وکړي ٠ تر اوسه پوری که څه هم هغه د خپلی کورنی سره يوازی د درو کالو دپاره د شانګهای په ښار کی اوسيدلی ، خو کيم سوينګ او د هغی د کورنی ټول غړی د دې ښار د ژوند او عادت سره بلد شويدی ٠ نه يوازی د ژوند شرايط بلکی د لوبو لپاره تاسيسات د کوريا په مرکز سيول کی د دوی د پخوانی ژوند سره توپير نه لری ، دغه راز دوی کولای شی چه د کوريا تجارتی شيان په چين کی واخلی ، او د دی اړتيا ورته نشته چه له کوريا څخه شانګهای ته مالونه يا د اړتيا وړ شيان راوړی ٠

که څه وخت چه د اونی په پای کی دوی د خارجی هيوادونو د هغو مسافرينو سره اختلافات لری چه تازه شانګهای ته سفر کوی او د شانګهای نامتو توريستی ځايونو ته ځی ، خو دوی د شانګهای د عادی کورنيو په شان رخصتی تيروی ٠ که چيری پلار ئی په کور کی نه وی ، مور ئی خپله موټر چلوی او له ټولو ماشومانو سره د شانګهای باغونو او د شانګهای په اړخ کی د سو جو ښار ته ځی ٠

د کيم سوينګ کور د شانګهای د پودونګ د سيمی په يو ښکلی بنګار کی واقع دی ٠ کله چه څوک د هغی کور ته داخليږي ، د چين چاپريال ئی په سترګو

کيږی٠ د هغی مور په دی هکله داسی وويل د چينی شيانو په واسطه د کور سينګارول دا ثابته کړيده چه مونږ په چين کی اوسيږو ٠ د نجلۍ کيم سوينګ د خوب په ګوټه کی د چينی کتابونه او د چينی سندر غاړو عکسونه شته او له دې څخه څرګنديږی چه هغه د چينی نجونو په شان ده ٠ هغی خبريال ته وويل چه که څه هم زده د ښوونځی په بين المللی ټولګی کی زده کړی کوم ، دوستی چينايی نجونی دې ، د درسونو نه وروسته زه هغوی ټول د ميلمستيا لپاره کور ته بولم او له دوی سره شانګهای ژبه وايم په ګډه ډوډی خوړو او داسی نور ٠ په پای کی هغی زياته کړه چه نژدی ده چه زه خپل ځان هير کړم چه زه به يوه چينی نجلی يم ٠