<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-07 17:34:55    
د تبت د جون با روغتون

cri

سږ کال د چين د تبت د خودمختارې سيمې د جوړيدو له څلويښتمې کاليزې سره مصادف دی او په تيرو څلويښتو کالو کي په تبت کي ډير ستر بدلونونه رامنځته شويدي . تبت داسي د نړۍ بام دی چه مساحت يي يو مليونه دوه لکه مربع کيلومتره دی او له يو مليونو تنو نه زيات تبتيان کوچياني ژوند کوي . څرنګه چه ددوي استوګنه دايمي نه ده ، نو که چيري دوي په ناروغيو اخته وي ، چيري ته علاج کوي ؟

لوساندانجن يو څلويښت کلن شپون دی ، د جون با ولسوالي د بودو په لوي کلي کي اوسيږي ، له دي امله چه ښځه يي تازه د زړه په ناروغۍ اخته شوې ، نو د شپږو سوو کيلومترو څخه د بهر څړ ځاي نه يي خپله ښځه د ولسوالي روغتون ته يووړله او په روغتون کي د ښځي د بستري په باب د تشريفاتو د پوره کولو نه وروسته يي خبريال ته وويل (اواز) معمولي ناروغۍ مثلا زوکام ، د سر درد او اسهال د خپل کلي په کلينيک کي علاج کيږي ، که په سختې ناروغۍ اخته وي ، بايد د ولسوالي روغتون ته وليږل شي .

د جون با ولسوالي داسي مالداري ولسوالي ده چه د نيپال سره ګډه پوله او څلويښت زره مربع کيلومتره مساحت لري او د سمندر د سطحې نه د پنځو زرو مترو په لوړوالي کي واقع ده . په دي ولسوالي کي شل زره تنه کوچيان ژوند کوي او طبيعي شرايط يي ډير خراب دي ، د تيري پيړۍ په شپږمه لسيزه کي په ولسوالي کي روغتون جوړ شو او تير کال د بسترو ناروغانو دپاره يوځانګړي دري پوړيزه وداني جوړه شوه چه سل بسترونه لري . د روغتون ډاکتر نيمادونجو چه د ديرشو کلونو طبي تجربې لري ، خبريال ته وويل ((اواز) زمونږ په روغتون کي د ماشومانو ، ښځو ، جراحۍ او داخلي

څانګو په شمول څلور څانګې شته ، پخوا د علاج شرايط خراب وو او ډاکترانو يوازي د وينو د فشار د معلومولو وسيله او ست سکوب درلودل ، خو اوس زمونږ په روغتون کي ډول ډول عصري طبي وسايل موجود دي .

په دي سبب چه د جون با د ولسوالي په مرکز کي يوازي شپږ سوه تنه اوسيدونکي شته، نو ډاکتران په زياترو وختونو کي څړ ځايونو ته ځي او د مالدارانو خدمت کوي . د ډاکتر نيمادونجو په قول پخوا ډاکتران د طبي صندوقچې په وړلو سره په خپلو پښو يا د اس په سپرلي څړ ځايونو ته تلل ، خو اوس دوي د موټر په واسطه ځي او د نهه پنځوسو کليو په شمول ديارلس علاقه دارۍ د جون با په ولسوالي پورې اړه لري او په هره علاقه داري کي ډاکتر شته ، خو دوي يوازي د معمولي ناروغيو علاج کولي شي ، په ټوله ولسوالي کي د نيمادونجو په شان څليرويشت تنه تجربه کار ډاکټران شته او هر کال درې څلور ځلې څړ ځايونو ته ځي .

پنځه کاله دمخه جاو حوي جونګ د هيواد د مرکزي ځاي څخه جون با ته راغي او اوس د ولسوالي د روغتيايي ادارې رييس دی ، هغه وويل (اواز) که څه هم د جون با په ولسوالي کي طبي شرايط په ابتدايي توګه ښه شويدي ، خو ډيرې عاجلې دندې مو دا دې چه د ډاکترانو طبي سويه لوړه شي او نور زيات ډاکتران وروزل شي . علاوه پردي د ګرځنده معالجوي سيستم جوړ شي څو چه د کوچياني ناروغانو دپاره ښه خدمت وکړي شي .

د وروستيو څو کلونو راهيسې د چين په ګڼ شمير زراعتي او مالداري سيموکي د کولکتيفي علاج د نوي نظام د تطبيق دپاره ازموينې تر سره شويدي چه ددې نظام لمخې د هغو سختو ناروغيو د علاج لګښت د بيلا بيلو درجو د حکومتونو او

ناروغانو لخوا په ګډه مصرفيږي چه د ناروغانو لخوا پخپله ادا نشي کيداي . دغه نظام د تير کال نه د جون با په روغتون کي تر تطبيق لاندي راغلی دی .