<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-07 17:37:08    
د بودالا ماڼې تر لمن لاندې رستوان

cri

د بودالا ماڼې د چين د تبت د خودمختاري سيمې په لاسا ښار کې واقع ده چه نه يوازي په چين کې بلکه په نړۍ کې يو ه ډيره لرغوني او ښکلي وداني ګڼل کيږي ٠ د چين د ورخلاصون د پاليسۍ په ژوري اجرا کيدو سره هغه بهرنيان چه د سيل يا د سوداګرۍ له پاره تبت ته راځي ، مخ په زياتيدو دي ٠ مثلأ ددي سيمې د لاسا ښار د بودالا ماڼې د ختيځې خوا د بيجينګ په نامه په بازار کې د دونيا په نامه يو دوه پوړيز رستوان شته ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال له دغه رستوان څخه ليدنه کتنه وکړه او د رستوان له مينجرې سره يي مرکه وکړه

دغه رستوران د څلورو تنو سوداګرانو له خوا د ګډې پانګې په اچولو سره جوړ شوي چه دوي په جلا جلا توګه له هالنډ، امريکې او د چين له تبت څخه راغلي دي ٠ ميرمن جانيت چوست له هالنډ څخه راغلې ده او د رستوران له مسؤلينو څخه هم ده ٠ د اتلسو کالو نه مخکې په هغه وخت کې کله چه ميرمن جانيت د سيل له پاره لومړي ځل د چين تبت ته راغله ، د تبت ښکلي طبيعي منظرو د هغې ژوره مينه راجلبه کړه ٠ هغې په دي هکله وويل چه زه له تبت سره ډيره مينه لرم ، ځکه تبت له هالنډ سره يو شان نه دي ٠ په هالنډ کې جګ غرونه نه شته په هالنډ کې ډير جګ غرونه يوازي څه د پاسه سل متره لوړوالي لري ٠ له هغه وخت نه وروسته جانيت څو څو ځله د رحصتيو په موده کې د سيل له پاره د چين تبت ته راغلي ده ٠ شپږ کاله د مخه ميرمن جانيت په تينګ عزم سره په هالنډ کې خپل ارام ژوند پريښود او د دايمي هستوګني له پاره تبت ته راغله ٠ د ١٩٩٩ کال د سپتمبر په مياشت کې د هغې او نورو ملګرو د کوششونو له لارې د دونيا په نامه يو رستوران جوړ شو او په کار يي پيل وکړ ٠ د خپل رستوان د نوم د يادولو په وخت کې جانيت وويل چه د دنيا کليمه د عربو ، ترکيي ، هند او ځينو هيوادونو په ژبو کې د ټولې نړۍ معني لري ٠ نو زه هيله لرم چه د ټولې نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نه راغلي دوريستان په دي رستوران کې خپل د خوښي خواړه وخوري او له دي رستوران څخه بيرته دخپل کورته د ستنيدو احساسات پيدا کړي ٠ ميرمن جانيت دا هم وويل چه زمونږ د رستوران ټول کارکوونکي او ميلمانه د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو څخه راغلي دي ٠ نو په رستوران کې جوړ شوي خواړه هم بيلا بيل او رنګارنک ښکاري ، لکه د مکسيکو ، فرانسي ، ايتاليا او د نورو هيوادو او سيمو خصوصيت لرونکي خواړه جوړيداي شي ٠

په تبت کې د بهرنيو توريستانو د مخ په زياتيدو سره د نوموړي رستوران کار او بار ډير ښه شوي دي ٠ پرته د بهرنيانو نه ددي سيمې ډيرو تبتيانو هم د دغه رستوران له خواړو سره زياته مينه پيدا کړي ده ٠ خو په لومړنيو څو کلونو کې ډير لږ شمير تبتيان دغه رستوران ته راتلل ٠ ميرمن جانيت وويل چه په هغه وخت مونږ دا هيله درلوده چه لا زيات تبتيان زمونږ رستوران ته راشي ، خو په رستوران کې ډير لږ تبتيان ليدل کيدل ٠ اوس هغه تبتيان چه تل زمونږ رستوران ته راځي ، ورځ په ورځ زيات شوي دي ٠ کله چه ما ورڅخه پوښتنه وکړه چه پخوا ولي زمونږ رستوران ته نه راتلي ، دوي ما ته وويل ددي له پاره نه راتلو چه پخوا به په رستوران کې ټول بهرنيان ؤ ، نو مونږ شرم احساساوه ٠ اوس مخ په زياتيدونکي تبتيان د دنيا د رستوران له خواړو څخه ډيره خوښ دي او تبتيان د دغه رستوران له مشتريانو څخه په سلو کې ديرش برخه نيسي ٠ د ډيرو تبتيانو کورني ميلمستياوي په دي رستوران کې تر سره کيږي ٠

د شپږو کالو په کارونو کې ميرمن جانيت هر کال د نوامبر نه د دوهم کال تر مارچ پوري هالنډ ته ځي او کله چه بيرته تبت ته را ستنيږي ، له نيپال نه ډير خوراکي مواد تبت ته راوړي ٠ که څه هم هر کال ډيره مصروفه وي مګر د هغې زړه ډيره ارامه او ژوند يي ډير نيکمرغه ښکاري ٠ چانيت وويل چه هغه به د تل له پاره په لاسا ښار کې پاتي وي ، کيداي شي چه خپل ټول عمر په دي ځاي کې تير کړي ٠ د هغې په نظر پرته د جنت نه د تبت په شان بل ښکلي ځاي نه شته ٠