د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په اومه نيټه د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز په اسلام اباد کی د ذروی مسئلې په هکله د خبرو اترو دپاره د ايران له لومړی استازي علی لاريجانی سره کتنه وکړه چی په پاکستان کی په خپل سفر بوخت دی. د پاکستان د ټلويزيونی سټېشن د خبر له مخی دواړو خواوو د ذات البينی روابطو، د نفتو او طبيعی ګاز د پايپلين د پروژې، امنيتی مسئلې او د ايران د ذروی مسئلې په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظرياتو تبادله وکړه. لاريجانی وويل چی په ذروی مسئله کی ايران په دې ټينګار کوی چی په هر وخت کی به له اټومی انرژۍ څخه استفاده کولی شی، خو د ايران د ذروی پلان په هکله د بين المللی ټولنې د انديښنې د ليری کولو دپاره به کوښښ وکړی.
|