<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-08 19:20:50    
ښکلی ساحلی ښار چينګ داو

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! ډيره خوشحاله يو چه تاسو چين ته سفر نننی پروګرام اوری ! په دی خپرونه کی به تاسو ته د چين د ښکلی ساحلی ښار چينګ داو په باب څه معلومات وړاندی کړو !

( اواز )

د چينګ داو ښار د چين د ختيځ د شان دونګ د ولايت په ساحل کی پروت دی او ښکلی منظره او معتدله هوا لری . هغه د چين توريستی ، تاريخی او کلتوری ښار ، ښه چاپيريال لرونکی ښار ، د بين المللی غونډو د جوړيدو لپاره ښه ځای او په کال ٢٠٠٤ کی په چين کی له ډير قوی اقتصادی حيات نه ډک ښار ګڼل کيږی . برسيره پردی نوموړی ښار د چين په ختيځه برخه کی اقتصادی مرکز او سمندری بندر هم ګڼل کيږی .

هر کال د نوموړی ښار معتدله هوا ، شتمنو توريستی منابعو ، تاريخی او کلتوری فضا او په چينګ داو کی د بير د بين المللی فيستوال ، د کورنی برقی سامانونو د نندارتون او د فيشن شو په شمول رنګارنګ فعاليتونو زيات چينی او خارجی سيلانيان او مسافرين راجلبوی . د چينګ داو په ښار کی دوبی د سفر لپاره ترټولو نه ښه وخت دی . خبريال د لامبو د وهلو په ساحلی حوض کی له يوه مسافر سره خبرې وکړې او هغه په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل

( اواز )

زه د چين د شمال ختيځ د هۍ لونګ جياتګ د ولايت له مرکز هاربين نه راغلی يم . کله چه زه دلته راغلم ، د چينګ داو د ښار ښکلو سمندری منظرو او مهربانو خلکو پر

ما باندی ډيره اغيزه وکړه . زما په نظر چينګ داو يو ډير ښه ښاردی .

د چينګ داو د ښار محلی خلک ډير خوشحاله دی او له دی امله يی وياړی چه دومره ډير مسافرين له چينګ داو سره مينه لری . يوه سړی په دی هکله داسی وويل :

د چينګ داو ښار اوس کال په کال ښکلی کيږی او لا زيات مسافرين يی راجلب کړی دی . زه د چينګ داو د ښاريانو څخه شميرل کيږم دا زما لپاره د ډيرې خوښۍ وړ دی .

د چينګ داو د حکومت او خلکو د ګډو کوششونو په اثر د چينګ داو توريستی اقتصاد چټک پرمختګ موندلی دی . په دی مناسبت خبريال د چينګ داو د ښار د توريستی چارو د رياست له مرستيالې ميرمن چوليان يو سره مرکه وکړه او هغې وويل :

( اواز )

د چينګ داو ښار د چين د غوره توريستی ښارونو نه شميرل کيږی . د دې نه پرته نوموړی ښار په ٢٠٠٨ کال کی د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې د سپورتی لوبو د بادبانی کشتۍ د چلولو د ورزش د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی . د چينګ داو ښار د يوه سمندری بندر په حيث پروسږکال په توريستی ساحو کی دری د ليدو وړ موفقيتونه ترلاسه کړی دی يعنی لومړی نوموړی ښار ته د خارجی مسافرينود تګ راتګ شمير له ٥ لکو څخه اوښتی دی ،دوهم د چينی مسافرينو د تګ راتګ شمير له شلو مليونو نه زيات شوی دی او دريم له توريستی چارو نه د شلو ملياردو يونو په ارزښت ګټې ترلاسه شوی چه دغه رقم د چينګ داو په عمومی توليدی ارزښت کی څه ناڅه لس برخه نيولی ده .

په ٢٠٠٨ کال کی د نوموړی ورزش د ليدنې کتنې لپاره به لا زيات خارجی او چينی

مسافرين چينګ داو ته ولاړ شی . دا چه چينګ داو به څنګه په يوه غوره بين المللی توريستی ښار اباد شی ؟ د دی ښار د راتلونکی انکشاف مهمه دنده وی . نو په دی مناسبت نوموړی مرستيالې وويل

( اواز )

اوس ، د چينګ داو په توريستی ساحه کی دری ډوله نويوالی رامنځته شوی دی . لومړی ، مونږ د توريستانو لپاره د خدمتونو د کيفيت لوړوالۍ ته لازيات پاملرنه کوو . دوهم ، چينګ داو به نه يوازی د ليدنې کتنې لپاره بلکه د رخصتی د تيريدو لپاره يو مشهور ښار وګرځی . دريم ، د دغه ښار خدمتی چارې به له بين المللی معيارونو سره سمې شی . زمونږ هدف دا دی چه د رخصتی د تيريدو لپاره يو مشهور ساحلی ښار اباد کړو .

په پای کی ميرمن چوليان يو د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو مسافرينو ته بلنه ورکړه چه چينګ داو ته سفر وکړی . هغې په انګليسی ژبه وويل :

( اواز )

ګرانو اوريدونکو ! چين ته سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوم ! خوشحاله اوسی !