د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د سپتمبر په اتمه نيټه د دولت په اړه د امنيتی کميټی په يوی غونډی کی دا بيا تائيده کړه چه پاکستان به په مداومه توګه له تروريزم سره مبارزه وکړي ٠
هغه وويل چه پاکستان به په راتلونکی لنډه موده کی هر ډول ترهګری له منځه يوسی او د ټولو غير قانونی وسله والو سازمانونو فعاليتونه منع کړی او د مذهبی کرکی او نفرت په موخه د هر ډول خپرونو او د پاڼو د چاپولو مخنيوی به وکړی، د مذهبی ځايونو کنترول او اداره به تقويه کړی، په لږه موده کی به دينی مدرسی اصلاح او د کشمير د مسئلې په شمول هر راز سياسی اختلافونه حل کړی.