<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-09 17:14:12    
د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون چارې له حياتی قوه څخه ډکې دي.

cri

ګرانو اورېدونکو،السلام علکيم! د اګيست په اته ويشتمه نيټه د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون په هکله پنځه ورځنی بين المللی نندارتون په بېجينګ کی پای ته ورسيد. د نوموړي بين الملی نندارتون له بريالی جوړېدو څخه څرګنديږی چی د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون چارې د چټک پرمختګ په حال کی دي.
دا د هېواد په درجه درجه يو لوی بين المللی نندارتون دی چی د ٢٠٠٣ کال نه راهيسی هر کال جوړېږی او تر اوسه پوری يی په اسيا کی د راډيو، فلم او ټلويزيون په هکله ډير لوی مارکيت ګرځېدلی دی. نه يوازی پکی د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون غوره اثار ښودلی کېږی، بلکه پکی د نوموړې ساحې په هکله د چين او نورو هېوادونو ترمنځ تبادله پياوړی کېدای شی.
د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون سږنی بين المللی نندارتون د تېرو دوو کلونو په نسبت لوی دی او د نندارتون د جوړېدو دپاره د تالار مساحت اويا زره مربع متره دی. د نوموړي بين المللی نندارتون په ترڅ کی د فلم او ټلويزيون د بين المللی اثارو د نندارتون، د مربوطو سامان الاتو نندارتون، د سپورتی ټلويزيون بين المللی فورم، د مربوطو کارکوونکو د روزنې فورم، او د چين د حکومت له خوا د فلم او ټلويزيون په هکله د جايزو ورکولو د مراسمو په شمول رنګا رنګ فعاليتونه پر ځای شويدي. د امريکې، فرانسې، جاپان او د کوريا جمهوريت په شمول له څو هېوادونو او سيمو څخه راغلو څه نا څه يو زر مطبوعاتی ذرايع او تصديو په نوموړی بين المللی نندارتون کی برخه واخيسته. د نوموړی بين المللی نندارتون د عمده محتوياتو په توګه د راډيو، فلم او ټلويزيون د سامان الاتو نندارتون چی د سونی، پېنيسونيک او تاوپسن په شمول زيات شمېر مشهوری بين المللی تصدۍ ځانته راجلبې کړيدي، د مربوطو سامان الاتو او تخينکونو د ښودلو نه پرته څه دپاسه څلويښت غونډې او سيمينارونه جوړ شويدي.
د فلم او ټلويزيون د بين المللی اثارو نندارتون د خارجی او کورنيو مربوطو شخصيتونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا دپاره ښه فرصت برابر شويدی. د جاپان بين المللی تجارتی سازمان د جاپان د کارتون او کاريکاتور د چارو په هکله يو ځانګړی فورم جوړ کړ. په بېجينګ کی د مربوطو چارو مسؤل ښاغلي يوشيکاوا زمونږ له خبريال سره د مرکې په بهير کی په نوموړی ننداتون کی د برخې اخيستنې د هدف په هکله وويل
(لومړی اواز)
لومړی، مونږ د چين مارکيت ته په درنه سترګه ګورو. ولی چی ځينی جاپانی تصدۍ ځکه په نوموړی ننداتون کی نه ده برخه اخيستی، علت يی دا دی چی دوی د چين د مارکيت په هکله ډير لږ معلومات لری او په دې انديښنه کوی چی په چين کی د چاپ او خپرولو په حق باندی تېری کېږی، خو مونږ به لا هم له چين سره د همکارۍ فرصت له لاسه ور نه کړو.
ځکه چی سږ کال د چينی خلکو له خوا د جاپانی تېری پر ضد د جګړې د بري شپېتمه کاليزه ده، نو له جاپانی تېری سره د مبارزې په باب زيات شمېر ټلويويزنی سريالونه او فلمونه په نوموړی بين المللی نندارتون کی وښودل شول. علاوه پر دې د ماشومانو دپاره فلمونه او پروګرامونه د زياتې توجه وړ ګرځېدلی دی. دStar Q په نامه د تايوان د علمی تخنيکونو د تصدۍ د عمومی مينيجر مرستيال ښاغلي وو هوا وويل
( دريم اواز)
مونږ هيله لرو چی د نوموړي بين المللی نندارتون په بهير کی همکاران پيدا کړو. په دغه نندارتون کی د برخې اخيستنې دپاره مونږ يوه ټلويزيونی لنډه ډرامه جوړه کړيده.
په نوموړی بين المللی نندارتون کی د مربوطو شخصيتونو ترمنځ د تبادلې دپاره ډول ډوله غونډې او فورمونه هم جوړ شول او په دې جمله کی د ٢٠٠٥ کال دپاره د سپورتی ټلويزيون بين المللی فورم تر نورو نه زيات توجه ځانته راجلب کړيده. د اسيا او ارام سمندر په سيمه کی د امريکې د NBA عمومی مسؤل په شمول د زياتو مشهورو بين المللی سپورتی ټلويزيونونو مسؤلانو په دغه سپورتی فورم کی د بين المللی سپورتی چارو په راتلونکی انکشاف باندی بحث او يو بل ته يی د خپلو نظرياتو تبادله وکړه. د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون د عمومی رياست مرستيال ښاغلي تيان جين دا څرګنده کړه
(څلورم اواز)
په بېجينګ کی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په نژدی کېدو سره د چين سپورتی ټلويزيون به د خلاصې رويې په غوره کولو له ټولو ګټورو تخنيکونو څخه استفاده وکړی، په ګرده نړی کی به همکاری پياوړی کړی او له مختلفو بين المللی مطبوعاتی ذرايعو سره به سپورتی انفورمېشنونه مشترک کړي.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون د سږنی بين المللی نندارتون په هکله څه معلومات واوريدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. شپه مو په خير!