<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-09 17:59:29    
د امريکايي لويې وچې کشفونکی کريستوفر کلومبو

cri

کريستوفر کلومبو يو مشهور سمندرسياح و او د امريکايي لويې وچې کشفونکی هم و ٠ کريستوفر کلومبو په ١٤٥١ کال کې د ايتاليې د ژينايا ښار د يوه کارګر په کور کې وزيږيد٠ هغه د ځوانيتوب په وخت کې د نجوم پيژندنې او جيالوجي سره ډيره علاقه درلوده او په دقت سره يې څيړنه وکړه٠ کلومبو د مارکو پولو سفرنامه لوستې وه او ويې غوښتل چې د لويديځې خوا څخه هند ، چين او جاپان ته د تګ نوي سمندري ﻻره پيدا کړي ٠ نو د خپل هدف د ترسره کولو دپاره هغه د بيړۍ په يوه کاروان کې يو کار پيدا کړ او په خپل سمندري سفر يې پيل وکړ٠ په ١٤٧٦ کال کې د کلومبو د بيړۍ کاروان په سمندر کې د فرانسې او پرتګال د ګډو پوځي بيړيو د يرغل سره مخامخ شو، کلومبو په سمندر کې د يوې لرګي تختې په واسطه له مرګ څخه ځان بچ کړ او پروتګال ته ورسيد٠ هغه پردې نظريې باندې عقيده درلوده چې ځمکه دايروي شکل لري او پر دې هم ټينګار کاوه چې خلک د لويديځې اروپا څخه د ختيځې نړۍ هند او چين ته تللی شي ٠ هغه څوڅو ځله د پرتګال پاچا ته وړانديزونه وکړل چې د بيړيو يو کاروان جوړکړي او ختيځې خوا ته ﻻړشي ٠ خو دده وړانديزونه د پرتګال د پاچا لخوا رد شول ٠ د خپل نيت د ترسره کولو دپاره کلومبو هسپانيې ته ولاړ او هلته يې خپل پلان د ملکې لومړې ايزابيلا طرفداري حاصله کړه ٠ د ١٤٩٢ کال د اګيست په دريمه نيټه کلومبو د دريو سمندري بيړيو سره يو ځاي د هسپانيې د باروس بندر څخه په خپل ليرې سمندري سفر پيل وکړ٠ دده د بيړيو کاروان د کانالي ټاپوګانو ته وﻻړ او د اطلس د سمندر څخه يريوت او د پاحامه

ټاپوګانو ، کيوبا او هايتي ټاپوته هم ورسيد٠ ورپسي کلومبو په جلا جلا توګه د

١٤٩٣ کال د سپتمبر په ٢٥ نيټه او د ١٤٩٨ کال د مې په ديرشمه او د ١٥٠٢ کال د مې په يوولسمه نيټه د دريو ځلو دپاره سمندري سفرونه وکړل ، په دغو ليري سفرونو کې کلومبو جاميکا ، پورتوريکو او ترينيداد په شمول زياتو ټاپوګانو او د منځني او جنوبي امريکې د لويې وچې شمالي ساحلي سيمو ته هم رسيدلی و ٠ د ١٥٠٤ کال د نوامبر په اوومه نيټه کلومبو د خپل وروستني ليري سمندري سفر د پاي ته رسيدونه وروسته هسپانيې ته بيرته ستون شو او خپل سمندري ژوند يې هم پاي ته ورساوه ٠ په هغه وخت کې کلومبو عمر د ٥٠ کالو نه اوښتی و ، په سمندر کې د اوږدې مودې د پاتي کيدو او سفرونو له امله د کلومبو صحت او روغتيا خرابه شوه ٠ څرنګه چې د کلومبو اکتشافو د هسپانيې ملکې ته ډيرې سترې ګټې نه وې رسولې نو په دې وجه ملکې کلومبو ته کومه دارايي او صلاحيت ورنه کړ ٠ د زياتو کلونو د د سمندري سفرونو له امله مشهور سمندري سياح کريستوفر کلومبو ناروغه شو او د ١٥٠٦ کال د مې په شلمه نيټه په باريادوليد کې د دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠ دده لخواپه سمندر کې ليکل شوي سفري اثر او نور ليکونه د مهمو تاريخي اسنادو په توګه راپاتي شوي او په ښه شان ساتل شوي دي ٠ که څه هم کريستوفر کلومبو اسيايي لويې وچې ته نه و رسيدلی خو هغه په خپل سمندري سفرونو کې لويديځه ځمکني کره او دکاربي په سمندرکې ټولې مهمې ټاپوګاني کشفې کړې او د اطلس د سمندرڅخه د پريوتلو نوي ﻻره يې پرانيستله٠ د کلومبو له خوا د امريکايي لويې وچې د کشف کيدو له امله په دې لويه وچه کې د اروپايي کاپيتاليستي هيوادونو له خوا استعماري تسلط او ظلمونه رامنځته شول او محلي خلکو ته يې

سختې بدبختي و رسولې ٠ خو له بلې خوا ويل کيږي چې دغه اکتشاف د امريکا د لويې وچې د ابادۍ بهير چټک کړ٠