<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-10 15:45:09    
د زيات قند د خوړلو زيانونه

cri

خلک عمومأ قند لرونکي خواړه خوښوي ، خو د اړوندې څيړنې له مخې د زيات قند خوړل ډير زيانونه هم لري ٠ لومړي د جګر د ناروغانو له پاره د زيات قند خوړل د نورو ناروغيو د پيدا کيدو سبب دي ٠ د اوږدي مودې نه راهيسي دا غلطه نظريه روانه ده چه وايي د زيات قند خوړل د جګر د ناروغانو له پاره ګټه لري ٠ مګر حقيقت دا دي څرنګه چه جګر د ډول ډول غذايي موادو متابوليزم ځاي دي ، جګر چه ناروغ شو ، د قند متابوليزم ګډوډيږي او په جګر کې د قند د منلو اندازه کميږي ٠ نو په دي وخت کې که زيات قند وخوړل شي ، نه يوازي دا چه په وينو کې قند زيات شي چه د قند ناروغۍ به پيدا شي ، بلکه قند به په جګر کې په شحم بدل او په شحمي جګر به اخته شي ٠ دغه راز د ناروغانو اشتهاه به هم خرابه شي ٠ دوهم د هغو ناروغانو له پاره چه په فشارخون اخته دي ، د زيات قند خوړلو په اثر به د دوي چربي خون نور هم جګ شي او د زړه او سرخونريزي د سختو ناروغيو سبب به شي ٠ دريم که سرطاني ناروغان زيات قند وخوري ، نو د سرطان سلول به ژر د بدن جهازونو ته خپريږي ٠ ځکه چه قند د سرطاني سلول کاتاليزور دي او سرطاني سلول د قند په تخمير وده او تکثيريږي ٠ څلورم حقائقو دا ثابته کړې چه د زيات قند خوړلو نه وروسته په ادرارو کې د کلسيم اکساليک اسيد او په ادرارو کې د اسيد قوام ډير جګيږي او په پاي کې په اکساليک کاسيم بدليږي ٠ بايد وويل شي چه اکساليک کلسيم په بدن کې د تيږو د پيدا کيدو باعث دي ٠ نو هغه ناروغان چه په پښتورګۍ او بوله کې يي تيږۍ پيدا شوي ، بايد کم قند وخوري ٠ پنځم هغه ناروغان چه د پوستکو او معدې په ناروغيو کې اخته دي ، هم زيات قند و نه خوري ٠

بله مسئله هم د توجه وړ ده چه أيا زياتي ميوي خوړل د صحت له پاره ګټه لري او که نه؟ ټولو ته معلومه ده چه په ميوو کې د قند، ويتامين او معدني مادو په شمول مغذي مادې موجودي دي ، طبعأ ميوي خوړل د صحت له پاره ويښتياني ګټه لري ٠ مګر که څه هم په ميوو کې زياتي تغذيي شته ، خو که زياتې ميوي وخوري ، نه يوازي د صحت له پاره ګټه نه لري ، بلکه زيانمن دي ٠ په تيره بيا د ماشومانو له پاره ٠ أيا د زياتو ميوو خوړل ماشومانو ته کوم ضرر رسوي ؟ څرنګه چه د ماشومانو د معدې او کولمو عمل يعني د هاضمې قوت ضعيف دي ٠ که زياتي ميوي وخوري ، د هاضمې په جهاز کې به بارونه درانده وي او په نتيجه کې به د هاضمې او جذبي د بي نظمۍ او تکليف سبب وګرزي ٠ برسيره پر دي په ميوو کې زيات قند د پښتورګۍ څخه له ادرار سره وتلي شي ، نو په ادرار کې غير عادي بدلون رامنځته کيږي ٠ دغه راز د زياتو ميوو خوړلو په اثر په پښتورګۍ کې د ناروغۍ علت منځته راځي ٠ په خاص ډول دي وويل شي چه د بيلا بيلو ميوو خصوصيت هم بيل دي نو ماشومان بايد ځيني ميوي زيات و نه خوري ٠ مثلأ که شفتالو زيات وخوړل شي ، د تبې په خپټه کې د نفخ احساس او د اشتها د خرابولي سبب راځي ٠ که زيات ناکونه وخورل شي ، معدې او طحال ته زيان رسيږي او د نس ناستي ناروغي پيدا کيږي ٠ که املوک زيات وخوړل شي ، غول به وچ کيږي ٠ په تيره بيا په داسي حال کې چه معده يي خالي ده ، املوک وخوړل شي ، په معده کې تيږۍ پيدا کيږي ٠ د تغذيه پيژندونکو په نظر له هغو ماشومانو څخه پنځه اويا فيصده چه عمر يي له اوو کالو نه کم دي ، ډير ضعيف دي چه د ميوو قند د معدې او کولمو له خوا راجذبيږي ٠ مګر که ماشومان له ميوو يا مشروباتو څخه زياته اندازه قند راجلب کړي ، نو دوي به د اشتها د خرابولي ، د نس د خوږتيا او درمولي په ناروغيو اخته وي ٠