<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-11 18:25:25    
د يو مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت قيمته سکه

cri

د تير کال د می په مياشت کی د امريکی د لويسانان ايالت د ميلينا په نامه شرکت د مجلو ، ورځپاڼو او انترنيت له لاری په علنی توګه ټولی نړۍ ته اعلان وکړ چی د يو مليونو امريکايی ډالرو په بيه هغه ورکه شوی سکه لاس ته راوړی چی ارزښت يی فقط پنځه سينټه دی ٠ د نوموړی شرکت عمومی مدير مونګومالی وويل د ده شرکت غواړی چی د لسو زرو په قيمت د نورو نه د مخه دغه ورکه شوی سکه وګوری او هم غواړی چی د يو مليونو امريکايی ډالرو په بيه سمدستی دغه سکه واخلی ، نوموړی شرکت حتی د دی سکی خاوند ته يو مليون ډالره ورکړی څو چی د دی سکی د ليلامولو رياست وکړی ٠ د ده په نظر که په ٢٠٠٣ کال کی دغه ورکه شوی سکه پيدا شی، نو د دی سکی د جوړيدو د نويمی کاليزی د نمانځنی ډير ښه شکل وی ٠ ولی دغه سکه چی په ١٩١٣ کال کی صادره شوی ، دومره لوړ قيمت لری ؟ علت يی دا دی چی په دنيا کی يوازی پنځه دانی داسی سکی شته او يوه دانه يی هم ورکه شوی وه، نو له دی امله د امريکی د سکه علاقه دارانو له خوا د توجه او د لچسپی وړ ګرزيدلی ده ٠ امريکی له ١٨٣٣ کال نه تر ١٩١٢ کاله پوری د پنځه سينټه سکی صادری کړی چی په مخ د ازادی رب النوعی تصوير ليدل کيږی ٠ خو له ١٩١٣ کال نه وروسته نوی سکی جوړی شوی چی ورباندی د ازادی رب النوعی په ځای د بومی اينديا تصوير کړی و٠ مګر حقيقت يی دا نه و چی د ١٩١٢ کال په پای کی د فيلاديلفيا ښار د سکو په جوړولو فابريکه کی ځينو کسانو څو دانی پنځه سينټه سکی په پټ ډول جوړی شوی وی چی ورباندی د ازادی رب النوعی تصوير او ١٩١٣ ليدل کيدل ٠ خو تر اوسه

معلومه نه ده چی په هغه وخت کی دوی څو دانی داسی سکی جوړی کړی وی ٠ په ١٩١٩ کال کی د سکو ټولونکو دغه خبر واوريد او په همدی کال کی يوه مشهور سکی ټولونکی براون د دی سکی د اخيستلو اعلان وکړ او په دوهم کال کی يی يو وار بيا د دی سکی د اخيستلو غوښتنه وکړه چی د يوی دانی بيه شپږ سوه ډالره دی ، په هغه وخت کی براون کم ترکمه يوه دانه داسی سکه له ځانه درلوده ، خو دا معلومه هم نه وه چی براون په هغه وخت کی څو دانی داسی سکی واخيستلی ٠ يوازی په ١٩٢٤ کال کی پنځه دانی داسی سکی د خلکو تر سترګو لاندی وی٠ په وروستيو څلويښتو کالو کی د دغو پنځو دانو سکو خاوندان څو واره تبديل شوی ٠ دغه پنځه دانی سکی د امريکی د يوه مشهور بانکدار د زوی په لاس کی وی او ورپسی د مصر د پاچا فاروق له خوا وساتلی شوی ٠ د فاروق د شاهی رژيم د نسکوريدو نه وروسته دغه پينځه دانی سکی د ليلام له لاری د څو بډايانو له خوا واخيستلی شوی چی يوه دانه يی په ١٩٦٢ کال کی ورکه شوه ٠ دغه ورکه شوی سکه د شمالی کارولينا ايالت د يوه سکه ټولونکی رينور له خوا وساتله شوه ، نو دغه سکه د رينور په نامه ياديږی٠ په ١٩٦٢ کال کی رينور د سکو يوه نندارتون ته د تګ په لاره کی ترافيکی پيښه وشوه او رينور هم په دی حادڅه کی مړ شو ، نو زيات شمير کسانو د دی پيښی په اوريدو سره په پرله پسی ډول د پيښی ځای ته ورسيدل څو چی دغه قيمتی سکه پيدا کړی، خو متاسفانه دغه سکه نه وه پيدا شوی ٠ د ځينو کسانو په نظر براون په نندارتون کی د ګډون په وخت کی بالکل دغه سکه له ځانه يو نه وړله ، نورو کسانو په دی ګمان کاوه چی دغه سکه په ويجاړ شوی موتر کی پاتی وه ٠ لنډه دا چی د دی سکی په باب ډول ډول ګمانونه او انګازی په ټوله دنيا کی خپريدی او د رينور دغه سکه له دی نه

وروسته له دنيا څخه ورکه شوی او نړيوالو ته يوه لاينحله معما راپاتی شوی ده ٠