<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-12 16:29:02    
په تبت کی مخابراتی چارو انکشاف موندلی دی

cri

( .په چين کی د موتو ولسوالی يوازينی ولسوالی ده چی پکی سړکونه نشته خو د بيلا بيلو طريقو له لاری د مخابراتی اسانتياوو څخه ګټه اخيستل کيږی .په نننی پروګرام کی به په تبت کی د مخابراتی چارو د انکشافی حالت په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

د تبت په لاسا کی په عمومی توګه داسی حالت ليدل کيږی چی محلی اوسيدونکی د موبيل له تيلفونونو څخه ګټه اخلی .مګر ٢٠ کاله مخکی په لاسا کی مخابراتی شرايط همداشان نه و .د چين د مخابراتی ګروپ په اړه د تبت د مخابراتی شرکت د عمومی مدير مرستيال شيو يوونګ پينګ تبت ته دهغه وخت د خپلو حالاتو د يادونی په ترڅ کی وويل (اواز...........................) کله چی زه په ١٩٨٣ کال کی تبت ته راغلی وم مګر په هغه وخت کی د تبت له نيمو نه په کمو ولسواليو کی تيلفونونه نه و او يوازی له تلګراف څخه ګټه اخيستل کيده .تر ١٩٩٠ کال پوری د تبت په ٤٣ ولسواليو کی تيلفونونه نه استعماليدل او له تبت نه بيجينګ ته د ليری واټن د تيلفونی لينونو شمير يوازی لسو ته رسيده

ښاغلی شيو وويل له دی امله چی په تبت کی ځانګړی طبيعی چاپيريال لری د شلمی پيړۍد ٩ لسيزی له پيل نه د تبت مخابراتی چارو انکشاف موندلی دی .د ١٩٩٤ کال په پيل کی د تبت په بيلا بيلو ولسواليو کی دلومړی ځل دپاره د مصنوعی سپوږمۍ د يو سيستم څخه په استفادی سره هغه هدف تر سره شوی دی کوم چی د

مختلفو ولسواليو ترمنځ تيلفونی اړيکی تامين شوی دی.

خبريال وانګ دوی د تبت د مخابراتو چارو د يادونی په ترڅ کی وويل چی (اواز................... )په ١٩٩٨ کال کی د تبت په شمالی سيمو کی ډيری واوری واوريدی او د همدی د اورو له امله سړکونه بند شول . مرسته کوونکو و نشوای کړای چی له مصيبت ځپلو سيمو سره اړيکی ټينګی کړی. دوی يوازی په ولسوالی کی د تيلفونونو څخه په استفادی سره له خارجی ټولنی سره اړيکی ساتلی چی په دی اثر د سر او مال د زياتو تاوانونو مخه ونيول شوه.

د يوويښتمی پيړۍ د داخليدو نه وروسته د تبت مخابراتی چارو په اساسی توګه انکشاف وموند .په تيرو پنځو کلونو کی مرکزی حکومت او د چين مخابراتی ګروپ د تبت د مخابراتی چارو د انکشاف دپاره د دوو ملياردو ژن مين بی يونو پيسی واچولی .د تير کال تر پای پوری د تبت په ټولو اووياوو ولسواليو او ښارونو کی د پلان نه دمخه هغه هدف تر سره شو چی په نوموړو سيمو کی تيلفونونه فعاله او نوری کيبلونه ليږدول شول او د تبت د مخابراتی چارو غيرصنقوله شتمنی ٣ ملياردو ٤ مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيدله

په تبت کی نه يوازی تيلفون استعماليږی ،د انتر نت په شمول يو لړ عصری مخابراتی تخنيکونوهم د خارجی ټولنی دپاره د تبت د پيژندلو فرصت برابر کړی دی .د نژديو کلونو نه راهيسی په تبت کی يو لړ مشهور ويب سايتونه د نړۍ د بيلا بيلوځايونو څخه خلک راجلبوی.د احصائيی له مخی په تبت کی د انترنت د استعمالوونکی کورونو شمير د ١٩٩٨ کال له شل ګونو نه تر پنځوسو زرو کورونو ته زيات شوی دی چی په دی اثر تبت پرمختګ په لوری ګامونه پورته کړی دی.

اوس تبت په وختی توګه هغه هدف تر سره کړی چی په بيلا بيلو علاقه داريو کی

د تيلفون څخه ګټه اخيستل کيږی او په مختلفو ولسواليو کی د نوری کيبلونه هم ليږدول شوی دی

چی په نتيجه کی تر يوی اندازی پوری د بزګرانو او مالدارانو د اساسی مخابراتی

اړتياوی پوره شوی دی .ښاغلی شيو وويل چی دوی به له دی نه وروسته د انترنت اوسنی تخنيکونه بشپړ او تخنيکی درجه لوړه کړی ترڅو نوری کيبلونه په پراخه توګه وليږدوی او د تبت په بيلا بيلو کليو کی به د تيلفون د استعمالولو دپاره کوشش وکړی .

ګرانو اوريدونکو زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد.