
په چين کی د مشهور يانګ ځه سيند او ژېړ سيند نه پرته ، هم ډېر سيندونه او جهيلونه شته چه د چينايانو د ژوند او کار لپاره مهم خدمت کوی.
د جو جيانګ سيند د چين دريم لوی سيند دی او عمومی اوږدوالی يی دوه زره دوه سوه څوارلس کيلو متره دی . دغه سيند د يون نان، ګوی جو، ګوانګ شی، هو نان ، جيانګ شی او ګوانګ دونګ له شپږو ولايتونو څخه بهيږي او ناوه يی څلور سوه دوه پنځوس زره مربع کيلو متره ده. د جو جيانګ سيند د لوېديځ ، شمال او ختيځ درو سيندونو څخه جوړ شوی دی . نوموړی دری سيندونه په ګوانګ جو کی يو ځای کيږی او د جو جيانګ سيند نوميږی. د جو جيانګ ناوه د چين د زراعتی توليداتو او ځنګلونو مهم توليدی مرکز دی او هم د چين د غلودانو د مهمو توليدی سيمو څخه شمېرل کيږی.
د هوای هه په نامه سيند د يانګ ځه سيند او ژېړ سيند په منځ کی واقع دی او هغه د چين په منځنی سيمه کی يو مهم سيند دی . اوږدوالی يی يو زر کيلو متره دی او ناوه يی يو سلو څلور شپېته زره مربع کيلو مترو ته رسيږی. دغه سيند د چين د جنوب او شمال د ويشلو د کرښی په توګه بلل کيږی. د دې کرښې په جنوبی او شمالی سيمی کی طبيعی جغرافيايی عوامل ډېر توپير لری.
د هی لونګ جيانګ سيند په نړۍ کی د مشهورو سيدونو څخه دی او د چين د شمال ختيځی سيمی په شمالی برخه کی واقع دی ، ځکه چه اوبه يی توری ښکاريږی، نو دغه نوم يی تر لاسه کړی دی. عمومی اوږدوالی يی څلور زره دری سوه اويا کيلو متره دی او منځنی برخه يی د چين او روسيی تر منځ سرحد جوړوی. ناوه يی يو مليونو اته لکو دری څلويښت زرو مربع کيلو مترو ته رسيږی او په چين کی ناوه يی اته سوه پنځوس زره کيلو متره ده. د هی لونګ جانګ سيند جنوب او شمال برخی دوه سرچينی لری. د دغه سيند د اوبو اندازه ډېره زياته ده او د بيړی چلولو لپاره ښه زمينه برابروی. د هی لونګ جيانګ سيند په ناوه کی د ځنګلونو او معدنياتو منابع ډېر دی.
د سونګ هوا جيانګ سيند د هلی لونګ جيانګ د سيند تر ټولو لويه څانګه ده او په شمال ختيځه سيمه کی ډېر مهم سيند دی. عمومی اوږدوالی يی يو زرو اته سوه څلويښت کيلو متره دی . ناوه يی پنځه سوه پنځه څلويښت زره شپږ سوه مربع کيلو متره دی او د هی لونګ جيانګ او جی لين د ولايتونو اکثريت او د داخلی مغولستان د خودمختاری سيمی يوه برخه ټول د دې سيند په ناوه کی شمېرل کيږی. د سونګ هوا جيانګ د سيند د اوبو سرعت ډېر دی، نو د دغه سيند په غاړه کی د اوبو په واسطه د برېښنا د توليدولو ځينی مرکزونه جوړ شوی دی.
د يا لو جيانګ سيند د چين په شمال ختيځی سيمه کی بل مهم سيند دی . دغه سيند د چين او ديموکراتيکی کوريا تر منځ سرحدی سيند دی. عمومی اوږدوالی يی اوه سوه پنځه نوی کيلو متره او د ناوی مساحت يی څلور شپېته زره مربع کيلومتره دی . د دغه سيند د لوړی برخی او کښتی برخی تر منځ واټن دوه زره څلور سوه مترو ته رسيږی، نو د اوبو منابع يی ډېری دی او په سيند کی د چين او ديموکراتيکی کوريا لخوا د اوبو په واسطه د برېښنا د توليدولو څو مرکزونه جوړ شوی دی. په دغه سيند کی څو پلونه شته چه د چين او ديموکراتيکی کوريا تر منځ د تګ راتګ لپاره مهمی ترافيکی لاری دی . د يا لو جيانګ سيند په ١٩٨٨ کال کی د دولتی منظره لرونکی ځای په توګه تصويب شو.