<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-12 17:31:59    
د تايوان د ابنأ د دواړو غاړو ټول چينايان د ښامار ميراث خواران دي

cri

ګرانو اوريدونکو او لوستونکو ،که څه هم د چين د لويی وچی او تايوان ترمنځ يوه ابنأ شته ، خو د لرغونی زمانی راهيسی دواړه غاړې په يوه هيواد پوری اړه لری او خلک يی د ګډو نيکه ګانو او اسلافو او مشترکو تاريخی او فرهنګی عنعناتو خاوندان دي . د چين د قيمتی ټاپو - تايوان په نامه د معلوماتی مسابقی په وروستی مضمون کی به په دی هکله له تاسو سره څه وغږيږو .

دوستانو ، دغه أواز چه اوس ستاسو غوږونو ته رسيږی ، د تايوان کوچنيو زده کوونکو د ادب او تشريفاتو په نوم د مشهور کتاب متن ولوست چه د چين د لرغونی زمانی د نامتو ايډيالوجست کنفوسيوس لخوا ليکل شوی دی .

د کلونو کلونو راهيسی تايوانيان د لويی وچی د اوسيدونکو په شان د وړکتوب له مرحلی نه د چين د عنعنوی فرهنګ تر اغيزی لاندی دی ، تر اوسه پوری د دواړو غاړو خلک يو شان ژبه او ليک دود استعمالوی ، حتی د تايوانيانو محلی لهجه هم د لويی وچی د فوجيان او ګوانګ دونګ له دواړو ولايتونو څخه سرچينه اخلی . دغه راز د فرهنګ او ژوندانه په برخو کی د دواړو غاړو د اوسيدونکو دستورونه او عادتونه هم کوم توپير نه لری .

٨١کلن جو فو لای چه د زلميتوب په وخت کی د کار د پيدا کولو لپاره د تايوان څخه د فوجيان ولايت شيا من ښار ته راغلی او وروسته يی هلته خپله کورنی جوړه کړی ده . پسرلنی اختر د چينی ملت لپاره ترټولو مهم جشن ګڼی او د چين په جنوب کی د نوموړی اختر په ورځو کی د چسبناکو وريجو څخه د (( نيان ګاو )) په نامه ديو ډول خوړو د خوړلو د عادت د يادونی په ترڅ کی نوموړی خبريال ته وويل : د کوچنيتوب په وخت کی به د پسرلنی اختر د پيل دمخه مور می (( نيان ګاو )) تيارول . زمونږ د دواړو غاړو ترمنځ يو شان دستورونه او عادتونه شته . څه چه دلته شته ، په تايوان کی هم ليدل کيږی .

جشن او اختر د ملی عنعنوی کلتور يوه مهمه برخه ده . د تايوان او لويی وچی اوسيدونکی يو شان اخترونه تيروی . مثلأ د پسرلنی اختر د پيل په مخکنی ورځ دشپی لخوا د کورنی ټول غړی سره يو ځای غونډيږی او د اسلافو عبادت کوی . د بزګرو د جنتری له مخی د کال د لومړنی مياشتی په ١٥ مه نيټه د څراغونو اختر تيروی . د کال د اپريل په روښانه ورځو کی د مړه شويو خپلوانو مقبرو ته ورځی او عبادت کوی . د ((دوان وو)) په اخترکی د (( جونګ جه )) په نامه ځانګړی خواړه خوری ، د کال داتمی مياشتی په ١٥ نيټه د سپوږمۍ اختر تيروی او داسی نور .

د تايوان د ابنأ د دواړو غاړو چينايان نه يوازی ګډ اخترونه تيروی ، بلکی پر ګډو رب النوعو باندی اعتقاد لری . يو څرګند مثال دا دی چه د دواړو غاړو اوسيدونکی هر کال په ګډه سره (( ګوان دي )) ته د عبادت کولو مراسم سر ته رسوی .

د (( ګوان دی )) اصلی نوم (( ګوان يو )) ؤ اوهغه د دريمې پيړۍ په وخت کی د چين يو نامتو جنرال ؤ او د جګړو د رب شهرت يی درلود . هغه پر چينايانو باندی ډير ګران ؤ . لويی وچی ته د تايوان د ابنا په نژدی سمندر کی د (( دونګ شان )) په نامه ټاپو شته او په دی ټاپو کی په ١٤مه پيړۍ کی جوړشوی معبد چه د ګوان دی معبد نوميږی ، شته او هر کال زيات شمير تايوانيان د عبادت او

د احترام د څرګندولو لپاره هلته ځی .

(( ما ځو )) د دواړو غاړو د اوسدونکو لخوا پيژندل شوی بله مشهوره ربه ګڼله کيږی او هغه په سمندر کی د کب نيونکو د امنيت د ساتلو ښځينه ربه ده . د چين د جنوب ختيځ په ساحلی سيمو ، د تايوان په ټاپو او د جنوب ختيځی اسيا په ډيرو ځايونو کی د (( ما ځو)) معبدونه جوړ شوی دی .

د چين د سوسيالوژۍ د اکاډمی د تايوان د موضوع په باب د څيړونکی ميرمن جنګ ژونګ می په قول ، په سلو کی د ٩٨ تايوانيانو اصلی وطن د چين په لويه وچه کی دی . مثلأ د تايوان د اوسيدونکی يانګ که جنګ نيکه ګان د چين د فوجيان ولايت د دونګ شان په ټاپو کی ؤ او څه د پاسه لس کاله دمخه يی په لويه وچه کی د فابريکی په جوړولو پيل وکړ .اوس هغه حاضر دی چه د ٥مليونو ژن مين بی يوانو په پانګې اچولو سره په خپله اصلی خاوره کی د دواړو غاړو د کلتوری نندارتون مرکز جوړکړی او په هغه کی به د فوجيان ولايت او د تايوان د ټاپو د عنعنوی موزيک ، سندرو او ولسی دود او دستور نندارچيانو ته وښودل شی . هغه وويل ، د تايوان فرهنګ د لويی وچی د دونګ شان له ثقافت سره تړلی او نه شليدونکی اړيکی لری . د نوموړی نندارتون د مرکز د جوړولو څخه زما مقصد د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ د تبادلی پياوړی کول دی ، ترڅو د دواړو غاړو خلکو ته د هماهنګی نه ډک چاپيريال رامنځ ته کړی شی . ( سندره )

ګرانو اوريدونکو او لوستونکو ، ددی مضمون په پای کی به دوې پوښتنی وړاندی کړو . لومړی – مهربانی وکړئ چه د چين د لويی وچی او تايوان د ګډو عنعنوی اخترونو څخه دری اخترونه وليکئ . دوهم - د تايوان په اوسيدونکو کی د هغو خلکو تناسب څو دی چه اصلی وطن يی په لويه وچه کی دي ؟