<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-12 20:26:36    
د هند صدراعظم څرګنده کړه چه هند له پاکستان سره د نيک ګاونديتوب او دوستی د روابطو د ټينګولو ارزو لری

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند صدراعظم سينګ د سپټمبر په ١٢ نيټه څرګنده کړه چه هند له پاکستان سره د نيک ګاونديتوب او دوستی د روابطو د ټينګولو ارزو لری .

د خبر له مخی ، سينګ چه اوس په فرانسه کی په سفر بوخت دی ، په پاريس کی د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی نوموړی مطالب څرګند کړل .

خبروايی چه سينګ به په څوارلسمه نيټه په نيويارک کی د م م د عمومی اسامبلی په موده کی د پاکستان له جمهوررييس مشراف سره کتنه وکړی او د کشمير په شمول د دواړو هيوادونو ترمنځ پر ځينو ناينحله مسئلو باندی بحث وکړی .