د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په دوولسمه نيټه د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف په نيويارک کی د امريکې له خارجه وزيرې کوندوليزا رايس سره وکتل. د کتنې په بهير کی جمهور رئيس مشرف دا څرګنده کړه چی پاکستان دا پلان لری چی افغانستان ته نژدی د سرحداتو په اوږدو کی امنيتی ديوالونه جوړ کړي. د کتنې نه وروسته د پاکستان د خارجه وزير خورشيد قصوری په قول د پاکستان د نوموړی پلان مقصد دا دی چی د افغانستان د حکومت د نسکورولو په غرض له پاکستان څخه افغانستان ته د وسله والو افرادو د ننوتلو مخه ونيسی. په دې وروستيو ورځو کی د امريکې او افغانستان مامورينو وار په وار په دې ګرم وباله چی له سرحداتو څخه د ننوتلو نه وروسته د وسله والو کسانو د تروريستی کړو وړو سره د مبارزې په هکله پاکستان موثر تدبيرونه نه دي تر سره کړي.
|