<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-13 14:21:45    
افغانستان د ستونزو په ليری کولو سره د عمومی انتخاباتو هرکلی کوی

cri

د افغانستان په تاريخ کښی د پارلمان لومړی ځل عمومی انتخابات به د روانې مياشتې په اتلسمه نيټه پرځای شی٠ طالبانو د انتخاباتو د مخنيوۍ دپاره له درو مياشتو راهيسی د افغانستان په ختيځ او جنوب کښی زيات ورانوونکی فعاليتونه کړيدی٠ د سپتمبر په دوولسمه نيټه د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د الجزيرې د تلويزونی سټيشن له خبريال سره د مرکې په بهير کښی وويل چه افغانان له تروريستی فعاليتونو څخه نه ويريږی او په تودو احساساتو سره د عمومی انتخاباتو په بهير کښی برخه اخلی تر څو چه په افغانستان کښی سوله يزه لاره رامنځ ته شی ٠

جمهوررئيس حامد کرزی وويل چه د روان کال له پيل راهيسی او په تيره بيا په دی وروستيو درو مياشتو کښی په افغانستان کښی د تروريستی فعاليتونو پر له پسی شديديدل د پارلمان د عمومی انتخاباتو له ژر رارسيدو سره مستقيمې اړيکی لری ٠ تروريستان له دی څخه انديښنه لری چه د عمومی انتخاباتو پرځای کيدل به د افغانستان کورنی حالات ارام کړی او د دوی ژوند به تر سخت تهديد لاندی راولی٠ خو جمهوررئيس حامد کرزی وويل چه يو مثبت بدلون دا دی چه په تير کال کښی د جمهوررئيس په انتخاباتو کښی د نژدی لس مليونو افغانانو د ګډون په نسبت سږکال به د پارلمان د سنا د مجلس او د ولايتی شوراګانو انتخابات څه نا څه دوولس مليونه انتخابوونکی راجلب کړی او په دی جمله کښی زياتې ښځينه انتخابوونکی او د پارلمانی څوکی د لاسته راوړلو ښځينه کانديدان هم شامل دی٠

جمهوررئيس حامد کرزی له خبريال سره د مرکې په بهير کښی دا څرګنده کړه چه امنيتی مسئله د عمومی انتخاباتو په وړاندی تر ټولو سخت چلنج دی٠ د احصايی له مخی ، سږکال نهه څلويښت تنه امريکايی پوځيان په افغانستان کښی له حملې سره د مخامخيدو په اثر مړه شول ، د پارلمانی غړو لږ تر لږه پنځه تنه کانديدان د طالبانو لخوا ووژل شول، څه دپاسه لس تنه د انتخاباتو کارکوونکی له حملې سره د مخامخيدو له امله ټپيان شول او د انګلستان يو تن انجنير وتښتول شو او ووژل شو٠

څرنګه چه د افغانستان په دننه کښی تروريستی فعاليتونه په پر له پسی توګه پيښيږی، نو د افغانستان حکومتی پوځ او په افغانستان کښی شل زره تنه امريکايی پوځيانو په ګډه توګه د طالبانو د ځپلو دپاره لا زيات کوششونه کړيدی٠ دغه راز په افغانستان کښی د ناتو بلاک د سوله ساتونکی پوځ لس زره تنه عسکرو هم د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کښی د ګزمې په وهلو پيل کړيدی٠ د عمومی انتخاباتو نه مخکښی ناتو بلاک بيا افغانستان ته نور دوه زره تنه سوله ساتونکی پوځيان او مترقی جنګی الوتکې ورليږلی دی ٠ برسيره پردی د افغانستان د ګاونډی هيواد او د طالبانو د ځپلو د ملا د تير په حيث پاکستان هم د روانې مياشتې په پيل کښی د پاکستان او افغانستان سرحدی سيمو ته نور نهه زرو پنځه سوه تنه پوځيان ورليږلی دی٠

پرته له امنيتی مسئلې څخه د افغانستا ن حکومت هم د عمومی انتخاباتو دپاره د مالی تضمين په باب مسئله هم په نظر کښی نيسی ٠ د بين المللی ټولنې په مرسته اوس دا مسئله په اساسی توګه حل شويده٠ د سپتمبر په اتمه نيټه په افغانستان کښی د ملګرو ملتو خاص هئيت دا څرګنده کړه چه د افغانستان د عمومی انتخاباتو د تامين دپاره پيسی په اساسی توګه برابرې شويدی ٠ مخکښی له دی نه په ملګرو ملتو کښی د چين لوی سفير جانګ يی شان په نيويارک کښی وويل چه چين به په روان کال کښی له افغاسنتان سره د پنځلسو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه وړيا مرسته وکړی٠ دغه راز د افغانستان له عمومی انتخاباتو سره د مرستې دپاره به د يو مليون امريکايی ډالرو په بيه د چين امدادی مواد د سپتمبر په پای کښی افغانستان ته انتقال شی

د افغانستان په تاريخ کښی د پارلمان لومړی عمومی انتخابات د دوو ځلو دپاره ځنډيدلی ؤ٠ خو د دولت د سياسی بهير د پرمخبيولو په باب د افغانستان د حکومت او خلکو ټينګه اراده نه بدليدونکی ده ٠ د څيړونکو شخصيتونو په نظر، د پارلمان عمومی انتخابات به په افغانستان کښی د پنځه ويشت کلنی جګړې د اوضاعو د ختميدو نښه وی ٠