<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-13 15:59:12    
د چين مسلکی ښځينه کارکوونکو

cri

دختيځی نړۍ د ښځو ملايمت او ښکلا په ټوله نړۍ کښی شهرت لری. نن ورځ په ټولنيزو فعاليتونو کښی د ښځو د زيات ګډون سره سره دچين د مسلکی ښخينه کارکونکو شمير په پر له پسی ډو ل زيات شوی دی .دغو ښځينه کارکوونکو دعنعنوی ملايمت د خوندی ساتلو په عين وخت کښی په پر له پسی ډول د فيشن د سير د لټولو دپاره کوشش کړی دی .او په فيشن کښی ځانی څيره او د قناعت وړ کړه وړه ښيی .

د جينګ يوان د شيانو د اخيستلو مرکز چه د بيجينګ په لويديځ کښی واقع دی ، په نړۍ کښی د شيانو د اخيستلو يو لوی مرکز ګڼل کيږی ، پکښی د مشهور مارک لرونکو شيانو د خرڅولو څه د پاسه څلورسوه دکانونه شته ،د رستورانونو ، استراحت خايونو او ساعت تيری او خدمت په شمول دزياتو ساحو څخه عبارت د ی. د دغه مرکز چاپيريال نه يوازی ښه او ارام دی، بلکه د کارکوونکو جامی يی ډيری فيشنی او ښکلی دی او مشتريانو ته ډيره ښه خاطرات پريږدی .

د جينګ يوان د مالونود اخيستلو د مرکز عمومی مدير منيجری فو ياو هونګ خبريال ته وويل ځکه چه زياتی ښځی په تجارتی او خدمتی څانګو کښی کار کوی.زمونږ شرکت هم داسی دی .، دوه پر دريمه برخه اداره کوونکی چه د منځنی طبقی نه په پورتنی څانګه کښی کار کوی ، ښځی دی ، دوی په خپلو کارونو کښی ډير کوشش کوی او ستر برياليتوبونه يی لاس ته راوړی دی ، دوی نه يوازی ځانی

داخلی خودسازی او طاقت ته متوجه کوی ، بلکه دباندی فيشن او صورت ته هم

متوجه کوی .

د نوموړی مرکز د ښځينه کارکوونکو په شان اوس زيات چينی مسلکی ښځينه کارکوونکی فيشن ډير خوښوی .دوی ښکلی مسلکی جامی اغوندی او ځان سينګاروی . اوس د فيشن تږی کول د زياتو ښځو دپاره يو لازمی عمل ګڼل کيږی .

د نوموړی مسئلی په باب کار پوهان وايی چه دا د نوی زمانی تر پس منظر لاندی ددوی له خوا د ځانی ارزښت د ښودلو دپاره اړتيا ده . دچين د ښځو او ماشومانو د چارو دانکشاف د مرکز رئيسی ميرمن جانګ زمونږ د راْډيو خبريال ته وويل چه اوس د چين ښځينه کارکوونکی دټولو کارکوونکو په سلو کښی څلويښت برخه نيسی . دوی دچين په اقتصادی وده کښی يوه مهمه قوه ګرځيدلی ده .د بازار د سيالۍ د شدت او په تجارتی چارو کښی دزياتو راکړو ورکړو سره سره د فيشن خوښول دچين د مسلکی ښځينه کارکوونکو دپاره د ځانی ښکلا اړتيا ګڼله کيږی .هغی وويل له دی کبله چه دغه مسلکی ښځينه کارکوونکی په کورنۍ کښی پاتی نه دی او ټولنی ته داخلی شوی دی ، نو ځکه ددوی اخلاق ، ښکلا او څيره ددوی په داعيی پوری مستقيم رابطه لری ، د فيشن خوښول يو ډول کلتوری خودسازی دی او نورو ته د احترام کولو معنی لری .

په بيجينګ کښی د بی . ام . ډبليو د موټر د پلورلو وکيل سوداګری ميرمن لی ينګ دچين د موټر په کسب کښی يو ه فيشنی او ښکلی ښځه ده .هغو کسانو چه ور سره اشنا شوی دی ،وويل چه ميرمن لی ينګ نه يوازی د عالی رتبه موټرونو سوداګری کوی ، بلکه دفيشنی ښځو نماينده هم ده . هغی د فيشن په باره کښی د

خپلی تجربی د يادولو په وخت کښی وويل په حقيقت کښی د يو نفر نطق

بيان او رفتار د يو نفر د ښی روزنی نمايندګی کوی . زما په نظر دا ډير مهم ښکاری ، نو ځکه زه په معمولی وخت کښی دغو برخو ته توجه کوم . زما په نظر هره ورځ له ډول ډول کسانو سره د تماس نيولو په وخت کښی يو مهم ټکی دا دی چه خپله ښکلی څيره نورو ته وښودل شی .

که څه هم زيات مسلکی ښځينه کارکوونکی ورځ په ورځ دفيشن تږی دی ،مګر.دچين دعمومی حالاتو له نظره دغه ښځی له دی کبله چه کارونه او کورنی چاری يی ډيری زياتی دی ، دغه ټکی ته دومره پاملرنه نه کوی . عمده علت يی دا دی چه دوی له فيشنی او متمدنو څيزونو سره لږ تماسونه نيسی ، دوی بايد ټولنی ته داخل شی او لازيات څيزونه دی وګوری ، په دی ډول دوی خپل داخلی خودسازی، صبر او ښکلا په ښه شان سره څرګندولای شی .

په عمومی لحاظه دچين مسلکی ښځينه کارکوونکی بايد د خود سازی ، دتجارتی چارو د تشريفاتو او د څيری په برخو کښی خپل ځان نور هم لوړ او مکمل کړی .پريږدی چه لا زيات مسلکی ښخينه کارکوونکی دشتمنی د را منخ ته کولو په عين وخت کښی خپله ښکلی او فيشنی څيره وښيی او لا لوړکيفيت لرونکی ژوند ولټوی .