<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-13 20:37:38    
ولسمشر حامد کرزی له امريکی څخه وغوښتل چه د ترهګرۍ په ضد مبارزه کی خپل تاکتيک معاينه کړی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د برتانيی بی بی سی د سپټمبر په ١٣ نيټه د خپل خبريال سره د افغانستان د ولسمشر خامد کرزی د مرکی په باب تيلويزيونی ټيپ خپور کړ او په هغه کی کرزی له امريکی او بين المللی ټولنی څخه وغوښتل چه د ترهګری په ضد مبارزه کی خپل تاکتيک بيا تر غور لاندی ونيسی تر څو په افغانستان کی دايمی سوله رامنځ ته کړی شی .

د مرکی په ترڅ کی کرزی په خپل هيواد کی د امريکی د نظامی عملياتو له ناکامۍ څخه انکار وکړ ، خو په عين وخت کی يی په دی ټينګار وکړ چه بايد د ترهګرۍ د پيدايښت منبع له منځه يووړل شی او د ترهګرانو د روزلو اډې او ددوی تر شا ملاتړکوونکی دی ولټول شی . دغه راز حامد کرزی له دی سره مخالفت وکړ چه پاکستان د ترهګرۍ د منبع په توګه بلل کيږی . دا خبره يی هم رده کړه چه وايی پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه کی ټينګ عمليات نه دی نيولی .