<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-13 20:45:18    
د المپيک موزيم - المپيک او قانون - د بين المللی سپورتی قضاوت ديوان

cri

د المپيک موزيم د سويس د لوسان په ښار کی واقع دی . ددی موزيم جوړيدل د ١٩٨٨کال د دسمبر په مياشت کی پيل او د ١٩٩٣ کال د جون په ٢٣ نيټه بشپړ شوی او نندارچيانو ته پرانستل شوی دی .د المپيک د موزيم د جوړيدو مرام د المپيک په روحيی سره د نړيوالو د ذهنونو روښانه کول دی ترڅو دغه ډول روحيه نسل په نسل په زړونو کی پاتی شی . نوموړی موزيم په نړۍ کی د المپيک د سپورتی لوبو د انکشافی تاريخ په باب تر ټولو لوی موزيم ګڼل کيږی چه پکی د المپيک د سپورتی لوبوپه اړه ساتل شوی اړوندمعلوماتی مواد د نړۍ له هر ځای څخه زيات دي .

د المپيک موزيم يوه سپينه ودانی ده او لومړنی مخ يی د سپينو مرمرو څخه جوړشوی چه عبارت له دوو پوړيزو امنيتی ديوالونو څخه دی او د ودانۍ په وړاندی په دوو قطارونو اته دايروی ستنی ولاړی دی چه دا هم له مرمرو څخه جوړی شوی دی .

*د المپيک قانون

د المپيک قانونی سيستم د بيلابيلو قوانينو سره سم په دوو برخو ويشل کيږی : لومړنی برخه يی د المپيک د سپورتی لوبو د موسسی په اړه داخلی قانون دی او د المپيک په سپورتی لوبو کی د ټولو چارو د تنظيم او محدوديت لپاره جوړه شوی او د المپيک دسپورتی لوبو لپاره تر ټولو اساسی قانون ګڼل کيږی . په دی برخه کی د المپيک منشور ، د المپيک په لويه کورنی کی د نورو سازمانونو اساسنامی ، د المپيک د بين المللی کميټې د مختلفو

اختصاصی ارګانونو اړوندی قاعدی يا اساسنامی او د ورزشی تخنيکونو قاعدې شاملی دی . د المپيک د قانونی سيستم دوهمه برخه بهرنی قانون دی ، په بل عبارت په هغو نړيوالو قوانينو او د اړوندو هيوادونو په قوانينو پوری

اړه لری چه د المپيک سپورتی لوبی بايد د هغو مراعات وکړی . په دی برخه کی د بين المللی قانون اساسی پرينسپونه او د هيوادونو قانون شامل دی .

* د بين المللی سپورت د قضاوت ديوان

د سپورتی او ورزشی چارو د تجارتی کيدو په ژورتيا سره په سپورتی ساحه کی جنګ جنجالونه او مناقشی مخ په زياتيدونکی دی او د ګټو په ويشلو کی د المپيک د بين المللی کـيټې او نورو سپورتی موسسو ترمنځ کله نا کله تضدونه هم پيداکيږی . د ١٩٨٤ کال د جون په مياشت کی د بين المللی سپورتی قضاوت ٦٠ کسيز ديوان په رسمی توګه جوړ شو . د ١٩٩٣ کال د سپټمبر تر مياشتی پوری ټولی ١٠٩ دوسيی او قضيې د نوموړی ديوان تر پلټنې لاندی راغلی وې .

*د غير حرفوی لوبغاړو په باب اصل

په ١٨٩٤ کال کی د المپيک د بين المللی کميټې د جوړيدو په وخت کی يو اصل وټاکل شو او د دی اصل له مخی به د المپيک سپورتی لوبی يوازی غير حرفوی لوبغاړو ته خپله دروازه خلاصه کړی او هغو ورزشکارانو ته چه په حرفوی سپورت مشغول دی او د ورزش او سپورت له لاری به يی معاشونه اخيستل يا اخلی ، پکی د برخه اخيستنی اجازه به نه وی . امأ د المپيک د

سپورتی لوبو په انکشاف سره د نوموړی اصل نيمګړتياوی هم ښکاره شوی . نو په دی وجه په ١٩٧٣ کال کی د المپيک په منشور کی د لومړی ځل لپاره نوموړی اصل لغوه شوی او د ١٩٩٠ کال د نوامبر په مياشت کی د توکيو د

المپيک د بين المللی کميټې په ٩٦مه غونډه کی يو ځل بيا د المپيک منشور تعديل شو او په دی توګه د غير حرفوی لوبغاړو په باب اصل په پوره توګه له منځه تللی دی .