<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-14 12:47:58    
د ناتو بلاک غواړی چی په راتونکی اوږده موده کی په افغانستان کی خپل رول ولوبوی.

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د ناتو بلاک د غړو هېوادونو د ملی دفاع وزيرانو د سپتمبر په ديارلسمه او څوارلسمه نيټه د المان په برلين کی يوه نوبتی غير رسمی غونډه جوړه کړه. که څه هم په دې غونډه کی به هېڅ فيصله وشی، خو د نوموړي سازمان د غړو هېوادونو د ملی دفاع وزيران له دې فرصت څخه په استفادې سره د ناتو بلاک د اصلاحاتو او نظامی عملياتو په شمول څو مسئلو باندی بحث کوی او په دې جمله کی هغه مسئله د ډيرې زياتې توجه وړ ګرځېدلی ده چی ناتو بلاک به څنګه په راتونکی اوږده موده کی په افغانستان کی خپل رول ولوبوی.
د سپتمبر د يوولسمې نيټې د پېښې نه وروسته ناتو بلاک د عمده تهديد په حيث تروريزم بللی، نړيواله ستراتيژی يی غوره کړی او د اروپا نه بهر د نړۍ د نورو ځايونو په سوله ساتونکو عملياتو کی يی برخه اخيستی ده. د ناتو بلاک په مشرۍ د بين المللی امنيت ساتونکی پوځ له خوا په افغانستان کی سوله ساتونکی عمليات د نوموړي سازمان د ستراتيژيکی بدلون د تر سره کېدو يوه مهمه نښه ده او د نوموړي سازمان د راتلونکی انکشاف په لورې پوری اړه لری. نو د ناتو بلاک سرمنشی جاپ ده هوپ شيفير څو واره دا خبره تکراره کړه چی په افغانستان کی سوله ساتونکی عمليات د نوموړي سازمان دپاره ډير زيات اهميت لری.
د ناتو بلاک نطاق د سپتمبر په ديارلسمه نيټه په برلين کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی دا څرګنده کړه چی اوس نړيواله ټولنه د تګلارې د نقشې د پلان د دوام دپاره د يوه بل پلان ته اړتيا لری او بايد دا وټاکل شی چی د روانی مياشتې په اتلسمه نيټه د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو نه وروسته بين المللی ټولنه څنګه خپل رول ولوبوی او ناتو بلاک غواړی چی د بين المللی ټولنې د يوه غړي په حيث د افغانستان په چارو کی خپل رول ولوبوی.
د خبر له مخی د برلين په نوموړی غونډه کی د ناتو بلاک د غړو هېوادونو د ملی دفاع وزيران به په نظامی او سياسی ساحه کی په افغانستان کی د نوموړي سازمان د دايمی رول په لوبولو باندی بحث وکړی.
په نظامی ساحه کی اوس د پارلمان د انتخاباتو په وخت کی د امنيت د ساتلو دپاره افغانستان ته د لېږدول شويو دوو زرو تنو عسکرو په ګډون د ناتو بلاک په مشرۍ په افغانستان کی د بين المللی امنيت ساتونکو عسکرو شمېر څه دپاسه يوولسو زرو تنو ته رسېدلی دی چی لومړنی دنده يی دا ده چی په مرکز کابل او د افغانستان په لويديځ او شمال کی سوله وساتی. اوس د ناتو بلاک غړو هېوادونو موافقه وکړه چی ناتو بلاک د افغانستان په جنوبی سيمه کی سوله ساتونکی عمليات تر سره کړي، مګر د اړتيا وړ پوځ او تجهيزات په تيارولو بوخت دي. د ناتو بلاک د نطاق له نوموړي وينا څخه څرګنديږی چی ناتو بلاک به بالاخره په ټول افغانستان کی سوله ساتونکی عمليات تر سره کړي.
په سياسی ساحه کی ناتو بلاک به د په نظر کی ونيسی چی له م م، اروپايی اتحاد او نورو بين المللی سازمانونو سره يو ځای په راتلونکي وخت کی د افغانستان په چارو کی سياسی رول ولوبوی او په دې جمله کی دا يوه مهم مسئله ده چی د اپينو د کرنې د له منځه وړلو دپاره د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړی.
مګر که چيری ناتو بلاک وغواړی چی په ټول افغانستان کی سوله ساتونکی عمليات تر سره کړي، نو بايد داسی دوه مسئلې حل کړي.
لومړی، بايد د سوله ساتونکی چوکاټ د پراخېدو دپاره لازم افراد او تجهيزات تياری ونيول شی.
دوهم، د ناتو بلاک په مشرۍ سوله ساتونکی عمليات بايد په افغانستان کی د دايمی ازادۍ په نامه د امريکايی پوځ په مشرۍ له عملياتو سره هماهنګی وکړی. د امريکې د ملی دفاع وزير رامسفيلد په برلين کی په نوموړې غونډه کی د برخه اخيستلو نه مخکی هيله څرګنده کړه چی د ناتو بلاک مختلف هېوادونه نه يوازی سوله وساتی، بلکه له تروريزم سره هم جګړه وکړی.
د تحليلونکو په نظر، د رامسفيلد له نوموړو خبرو څخه څرګنديږی چی امريکا په بيړه سره له ناتو بلاک څخه لا زياته مرسته غواړی، څو چی د افغانستان د چارو له امله له ستونزو څخه ځان وژغوری. مګر د المان د ملی دفاع وزير پيتر ستروک په څرګنده توګه د ناتو بلاک د پوځ له خوا په افغانستان کی له تروريستی عناصرو سره په جګړو کی له ګډون څخه مخالفت وکړ. د هغه په نظر نوموړی عمل به په افغانستان کی د ناتو بلاک د پوځ د عمليات خاصيت بدل کړی او د المان پوځ به له تهديد سره مخامخ کړی. علاوه پر دې فرانسې او بريتانيې هم ورته نظر څرګند کړيدی.
لنډه دا چی ناتو بلاک بايد په افغانستان کی د دايمی رول د لوبولو دپاره يو شمېر بيړنی مسئلې حل کړي.