<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-14 16:32:27    
ټينګ عزم د برياليتوب باعث دی

cri

سږ کال د نجلۍ سون شين يو لپاره ډير نيکمرغه کال دی ځکه هغه د بيجينګ د اقتصاد او تجارت په پوهنتون کی داخل شويده او د کارونو او استخدام د جوړونی په عنوان په کمپ کی د هغی د کار د طرح کولو پلان د امريکی د کار د صندوق لخوا د کارونو د جوړونی په باب په سيالی کی جايزه تر لاسه کړيده ٠

د بی وزلو کورونو د ماشومانو د ودې د حالاتو د معلومولو لپاره د بيجينګ د چونګ ون ناحيی په اړه د ښځو ټولنی د کوچنيانو د يوه تحقيقاتی راپور څخه دا وليدل چه ګن شمير کوچنيان روحی تکليف لری ٠ ځينی کوچنيان سخت روحی فشار لری او ځينی نور پر ځان باندی باور نه کوی او روحی حساسيت لری ٠ نو پدی ډول نوموړی ټولنه پوه شوله چه مادی غربت مهم نه دۍ روحۍ غربت ډيره شديده موضوع ده ٠ له دی امله دوی تير کال د استخدام او کارونو د جوړونی په عنوان د کوچنيانو د دوبنی کمپ تاسيس کړ چه له دی لاری څخه زده کوونکو ته وروښئي چه د ځان په راتلوونکی باندی باور ولری ، د راتلونکی لپاره ښه زده کړه وکړي او د راتلوونکی کار لپاره ځان ښه تيار کړي ٠ په بيجينګ کی ١٧ کلنه زده کوونکی سون شين يو له دوی څخه ده ، هغی وويل چه په اصل کی پدی نه پوهيدم چه په راتلونکی کی به په څه کار وکړم او يا څه کار کولی شم ٠ دوبنی کمپ ته د راتګ نه وروسته پوه شوم چه هر څوک د کار او کسب توان او وسی لری ، هر څوک د خپلی ارزو خاوند دی ٠ يوازی پدی شرط چه ټينګ همت عزم ولري ، په کارونو کی جرأت او اراده وښئي ، نو هر څوک کار کولی شي او ټينګه ارزو د برياليتوب پيل دی ٠

نجلۍ سون شين يو د ښوونځی په دننه او بهير کی د رستورانونو د تحقيقاتو نه

وروسته دا وليدل چه زده کوونکی ته د غرمی ډوډۍ د خوړلو نه وروسته ميوی په کار دی ، خو د ميوو د پلورلو ځای هيڅ نه شته ٠ نو هغی وغوښتل چه له دی ښه فرصت نه ګټه واخلي او د ميوو د پلورلو د غرفی د جوړولو په غرض يو مفصل پلان طرح کړ چه

پدی کی د مالی پلان ، د پلورلو مياشتنی اټکل او ګټو په شمول يو لړ تفصيلات

شامل دی ٠ د دې ځانګړتياوو په لرلو سره دا پلان د سيالی لپاره د امريکی د کار صندوق دولتی ټولنی ته واستول شو او له نيکمرغه دا پلان د ٢٥ جايزه ګټونکو څخه وشميرل شو او د روان کال د اپريل په مياشت کی نجلۍ سون شين يو د خپلی مور په ملګړتيا د جايزی د اخيستلو لپاره امريکی ته لاړه ٠ د نجلۍ سون سين يو مور د جايزی د ګټولو نه وروسته خبريال ته وويل چه د جايزی د ګټولو نه وروسته زما لور د پخوا په نسبت پر ځان باندی پوره باور لری او سږ کال په پوهنتون کی داخله شويده ٠ دا ټينګ نيت لری چه خپل پلان به هرو مرو عملی کړي ٠

له دی امله د نجلۍ سو شين يو کور ډير غريب او بی وزلی دی ، مور ئی بی کاره ده او پلار ئی ناروغ دی ، نو پخوا سو شين يو پر ځان باندی باور نه درلود ٠ په دوبنی کمپ کی د ګډون کولو نه وروسته هغه اطمينان پيدا کړيدی ٠ د نجلۍ سون شين يو برياليتوب د غريبو شاګردانو لپاره ستر تشويق دی ٠ شاګردان د ودی په حال کی دی ، دوی بايد پر خپل راتلونکی باندی ټينګ عزم ولری او د راتلونکی کار لپاره ښه طاقت تر لاسه کړي ٠ په رښتيا دا د دوی د برياليتوب ټينګ بنسټ دی ٠

د کارونو او استخدام د جوړونی تر عنوان لاندی دوبنی کمپ هيله لری چه ماشومان د

کارونو تخنيک تر لاسه کولای شی ، د خوب او د علاقه وړ کارونو په تر سره کولو سره په راتلونکی کی ښه کارونه پيدا کولای شي ٠