<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-14 16:35:16    
د ګانديس په نامه د تبتي طب ښوونځی

cri

د چين د تبت د خودمختارې سيمې د الي سيمې د پولان ولسوالي په شمال کي د ګانديس غرونه پراته دي او د ښکلي منظرو له امله زيات شمير سياحان راجلبوي . کله چه داخلي او بهرني سياحان د غره لمن ته ورسيږي ، د تبتي ودانۍ څخه د شاګردانو د لوستلو أواز اوريدل کيږي او د ودانۍ په ديوال باندي يوه ميسي تخته ليدل کيږي چه ورباندي په تبتي ژبه ددې ښوونځي نوم ليکل شوي دي ،دا د ګانديس په نامه د تبتي طب ښوونځی دی ، د ښوونځی رييس څداندوجي وويل (أواز) زمونږ ښوونځی په دي سبب جوړ شويدی چه تبتي ډاکتران وروزي او يتيمانو او غريبو ماشومانو ته د درس ورکولو فرصت ورکړي شي .

لس کاله دمخه څابالانجي او نور تبتيان چه په سويزرلنډ کي اوسيدل ، بيرته خپل اجدادي کور ته راغلل او د الي سيمي د تبتي طب د روغتون له رييس ډاکتر دانجنواجا سره د ملاقات په وخت کي يي د تبتي طب د يوه ښوونځې د جوړولو موافقه وکړه او په نولس سوه څلور نويم کال کي يي د حکومت تر ملاتړ لاندي نوموړي ښوونځی جوړ کړ .

د لسو کالو راهيسې د هغو تبتبانو لخوا چه په سويزرلنډ کي اوسيږي ، په وار سره پنځه لکه امريکايي ډالره بسپنې ورکړې او هر کال نور دوه زره امريکايي ډالره ښوونځې ته ورکوي څو چه د شاګردانو د زده کړي او ژوند مصارف پوره کړي . د ښوونځي د افتخاري رييس په توګه ژوندي بودا دانجنواجا هر کال د شاګردانو په مشرۍ د طبي بوټو د اخيستلو دپاره غرني سيمې ته ځي ، د دارو پيژندنې او د تبتي طب د تخنيکونو په باب دوي ته ورزده کوي .

اوس په دي ښوونځي کي څلور ښوونکي او څلور پنځوس شاګردان شته چه دوي د سيمې د څلورم ټولګي يتيمان او بي وزلي ماشومان دي او ددوي د زده کړي او ژوند لګښت وړيا دي .

رييس څداندوجي وويل (أواز ) شاګردان په ښوونځي کي د تبتي طب د تيوري او بنيادي معلوماتو څخه د زده کړې نه پرته د چين ملي ژبه او انګليسي ژبه هم زده کوي . زمونږ اصلي مقصد د خپلې سيمې دپاره د تبتي طب د ډاکترانو روزل دي تر څو د سيمې طبي حالت ښه شي .

له دي امله چه په دي ښووځي کي ښوونکي کم او د شاګردانو تعليمي سويه بيلا بيله ده ، ښوونځي انعطاف منونکي طريقه اجرا کوي . هغه شاګردان چه په ټاکلي وخت کي له ښوونځي څخه فارغ نه شي ، اجازه ده چه خپلې زده کړې ته دوام ورکړي څو چه کامياب شي . په دوه زره لومړي کال کي له دي ښوونځي څخه د فارغ شويو څلويښتو تنو څخه لس تنه د تبتي طب د پوهنځي او د چن دو د چيني طب د پوهنتون لخوا ومنل شول . نن ورځ له دي ښوونځي څخه فارغان د منځني درجې مسلکي سويې ته رسيدلي دي .

د درس د ختميدو نه وروسته خبريال د شاګرانو سره مرکې وکړې ، يو شاګرد چه لوسان نوميږي ، خبريال ته وويل (أواز) زه د پولان ولسوالي د من شه له علاقه دارۍ څخه راغلی يم او دري کاله کيږي چه په دي ښوونځي کي درس لولم . په دي نسبت چه حکومت او په خارج کي اوسيدونکي وطنوال زمونږ سره ډيره مرسته کړې او ښوونکي زمونږ سره هم ډيره پاملرنه کوي . نو ښه تعليمي موفقيتونه مې تر لاسه کړيدي . غوام چه د فراغت نه وروسته د تبتي طب پوهنځي ته داخل شم او د يوه ښه ډاکتر په حيث د نورو دپاره خدمت وکړم .