<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-14 16:37:34    
د ملګرو ملتو د ښځو د څلورم نړيوال کنفرانس د لسمې کاليزې يادونه

cri

سږکال د ملګرو ملتو د ښځو د نړيوال کنفرانس د جوړيدو له لسمې کاليزې سره مصادف دي ٠ د ملګرو ملتو د ښځو څلورم نړيوال کنفرانس په ١٩٩٥ کال کې په بيجينګ کې جوړ شو ٠ سږکال د اګيست په مياشت کې د چين حکومت د دغه کنفرانس ديادونې له پاره په بيجينګ کې د يادونې يوه لويه غونډه جوړه کړه ٠ په دي غونډه کې ټولو برخه والو نمايندګانو د چين د ټولنيزې سترې پرمختيا او دچين د ښځو د مقام د پرله پسي اوچتوالي څخه خوښي څرګنده کوې ده او په عين وخت کې يي دا هيله کړه چه د ښځو او ماشومانو د چارو په برخه کې له چين سره خپل منځي تبادله او همکارۍ په پرله پسي توګه پياوړي کړي ٠

لس کاله د مخه نوموړي کنفرانس په بيجينګ کې جوړ شو ، دغه کنفرانس يوه داسي غونډه ګڼل کيږي چه د ملګرو ملتو په تاريخ کې د برخه والو حکومتي او غير حکومتي سازمانونو شمير يي تر ټولو نه زيات ؤ او څه د پاسه څلويښت زرو تنو نمايندګانو په نوموړي کنفرانس کې ګډون کړي ؤ ٠ په دي کنفرانس کې د ګردې نړۍ د ښځو چارو د پرمختيا په باب پروګرام تصويب ، د بيجينګ اعلاميه او عملياتي پروګرام هم خپور شوي ؤ ٠

سږکال د اګيست له نهه ويشتمې نيټې نه تر يو ديرشمې نيټې پوري د نوموړي کنفرانس د لسمې کاليزې د يادونې غونډه په بيجينګ کې جوړه شوه ٠ د نړۍ د لس ګونو هيوادونو او د يو شمير بين المللي سازمانونو نه راغلو څه د پاسه اته سوو تنو استازيو په نوموړي غونډه کې برخه اخيستې وه ٠ د چين د دولت رئيس هو جن تاو د غونډې د پرانستلو په مراسمو کې يوه وينا وکړه او په هغې کې يي دا څرګنده کړه چه چين به د نړی د بيلا بيلو هيوادونو سره يو ځاي د نړی د ښځو د چارو د پرمختيا له پاره کوشش وکړي ٠

برخه والې استازي ميرمن سدپاترا چه په ١٩٩٥ کال کې د نوموړي کنفرانس په اړه د غير حکومتي سازمانونو د فورم جوړونکس هم وه ، خبريال ته وويل لس کاله د مخه د غير حکومتي سازمانونو فورم په بيجينګ کې جوړ شو او له بيلا بيلو هيوادونو نه راغلو ښځو په دي ځاي کې د ښځو د مسئلې په باب د نظريو تبادله وکړه ٠ دا وار چه زه بيا دلته راغلي يمه ، ډيره خوشحاله يمه ٠ ميرمن انيسه زيب طاهر خيلي چه له پاکستان څخه راغلي او د پاکستان د مطبوعاتو او راډيو وزيره هم ده ،په انګليسي ژبه خبريال ته وويل چه هغې په دي نسبت چه د چين ښځو په خپلو کارونو او د ژوند په ساحو کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ، ډيره خوشحاله شوه ٠ په بيجينک هوټل کې د بيجينګ استازي ميرمن چن هوي لاي د خارجي هيوادونو استازيو ته د چين د ښځو چارو د معرفي کولو په وخت کې وويل چه لس کاله د مخه د چين په ټول هيواد کې د ښځينه ښاروالانو شمير يوازي درو سوو تنو ته رسيدلي ؤ ، خو اوس دغه شمير يو چند زيات شوي دي ٠ اوس دوي په بيلا بيلو ساحوکې ستر رول لوبوي ٠ هغې وويل چه د کورنې ژوند ، د اولادونو د روزنې او د کورني اقتصاد په برخو کې د چين ښځې له نارينه و سره مساوي دي ٠ هغه زياته کړه مثلأ زما په کور کې زه او زما خاوند دواړه معاش اخلو ، خو په بهر کې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې غواړم چه خپلې پيسي مصرف کړم ، زما په نظر دا نه يوازي يو نيکمرغه کار دي ، بلکه زما د لياقت او په کور کې د خپل مقام او ارزښت څرګندوي هم دي ٠ له استراليا څخه راغلي استازي ميرمن جاني زيميرمان خبريال ته وويل چه زما په نظر د چين ښځو په بيلا بيلو برخو کې د ليدو وړ موفقعيتونه تر لاسه کړي دي ٠ خو نور زيات کوششونه هم په کار دي ٠ زه ډيره خوشحاله يمه چه د چين د ښځو د چارو د پرمختيا له پاره تر خپلي وسي پوري خدمتونه تر سره کړم ٠ د چين د ښځو د ملي اتحاديي په اړه د بين المللي چارو مسؤل ځو سياو چاو وويل چي مونږ هيله لرو چه د نوموړې غونډې له لارې د ښځو او نارينه و ترمنځ د مساوات د تامين او د ښځو د چارو د پرمختيا په برخو کې د نورو هيوادونو له ښو تجربو څخه زده کړه وکړو او د چين او د نورو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکې او همکارۍ د پرمخبيولو له پاره کوشش وکړو ٠