<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-16 17:00:06    
د کتابونو له نندارتون څخه د چين د کتابونو د چاپولو چارو ته کتنه

cri

 څو ورځې دمخه د بېجينګ د بين المللی نندارتون په مرکز کی کتابونو دوولسم بين المللی نندارتون جوړ شو چی پکی له اته څلويښتو هېوادونو، سيمو او بين المللی سازمانونو څخه راغلو مربوطو شخصيتونو برخه واخيسته. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د نوموړي نندارتون په هکله څه معلومات واورئ.

پخوا په چين کی د کتابونو د چاپولو چارې تل وروسته پاتی وي. په ١٩٩٢ کال د چين حکومت د ليکل شويو اثارو مالکيت د حق قانون جوړ او د چاپولو د حق په بين المللی تړون کی يی شامل کړ. د ٢٠٠١ کال په پای کی په نړيوال تجارتی سازمان کی د شاملېدو نه وروسته د مربوطو ژمنو د پوره کولو دپاره د چين د چاپولو د حق د ساتلو په هکله اصلاحاتو چټک پرمختګ موندلی دی. اوس په چين کی څه دپاسه پنځه سوه اويا مطبعې شته او هر کال څه نا څه دوه لکه ډوله نوی کتابونه چاپېږی، خو د تېری پيړی د اتمې لسيزې په سر کی هر کال يوازی لس زره ډوله نوی کتابونه چاپ شوی ؤ. علاوه پر دې اوس په چين کی هر کال څه نا څه دوه زره ډوله ورځپاڼې او اته زره ډوله مجلې چاپېږی.

د چين د اطلاعاتو او مطبعې د عمومی رياست د رئيس شی ځونګ يوانګ په نظر له نوموړو ارقامو څخه څرګنديږی چی چين د چاپولو په ساحه کی په نړۍ کی يو لوی هېواد دی. مګر په حقيقت کی د چين د چاپولو چارې لا هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. هغه وويل

( لومړی اواز)

په تېرو شلو کلونو کی د چين د چاپولو چارو لوی پرمختګ موندلی دی او ښه راتلونکی هم لری. ځکه چی په دې ساحه کی د چين د سيالۍ قوه کمزوری ده او زياتې ستونزې هم موجودي دي، نو له نورو هېوادونو سره د تبادلې او همکارۍ پياوړتيا د چين او نړۍ د چاپولو د پرمختګ دپاره ګټوره ده.

ځکه چی په چين کی مطبعې کوچنی او کمزوری دی، نو د چاپ شويو کتابونو يی کيفيت ټيټ، د چاپولو په حق باندی زيات تېری کوونکی کړه وړه ليدل کېږی او له خارجی هېوادونو څخه د راغلو کتابونو شمېر له چين څخه خارجی هېوادونو ته د لېږدول شويو کتابونو په نسبت ډير زيات دی. مثلأ له ١٩٩٥ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری د وارداتی کتابونو شمېر د صادراتی کتابونو څخه لس چنده و. له چين څخه صادراتی کتابونه په عمده توګه د چينی عنعنوی طب، چينی بوکس او کلاسيکه ادبياتو په باب دي او اکثريت يی د چين تايوان، هانکانګ او جنوب ختيځی اسيا ته نقليږی. خو د چين له خوا وارداتی کتابونه په عمده توګه د امريکې او اروپايی هېوادونو څخه راځی او په علم او تخنيک، اقتصاد او ادبياتو پوری اړه لری. د چين د دولتی شورا په اړه د مطبوعاتی دفتر عالی ماموره مېرمن وو وی دا نطر لری چی نوموړی حالت د نړيوالو له خوا د چين په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو دپاره هېڅ ګټه نه لری. هغې وويل

( دوهم اواز)

د مربوطو اسنادو له مخی له پرمختللی هېوادونو څخه پرمختيايی هېوادونو ته لېږدول شوی انفورمېشنونه له پرمختيايی هېوادونو څخه پرمختللی هېوادونو ته د رارسېدلو خبرونو په پرتله سل چنده دي. دغه راز د کلتوری اثارو په هکله تجارتی منفی بيلانس د نړيوالو له خوا د چين د معلوماتو د تر لاسه کولو دپاره هېڅ ګټه نه لری.

د نوموړي حالت د بدلولو دپاره په تېر جولای کی د چين حکومت د نورو هېوادونو له ګټورو تجربو څخه په استفادې سره په خارج کی د چين د کتابونو د چاپولو او صادرولو په پلان پيل وکړ.

د بېجينګ د کتابونو په سږنی بين المللی نندارتون کی د لومړي ځل دپاره عمده مېلمه پال هېواد ټاکل شوی او د عمده مېلمه پال هېواد په حيث فرانسې په نوموړی ننداتون کی برخه واخيسته. د فرانسې د کتابونو د ښودلو په سيمه کی د فرانسې او چين څو تنو ليکوالانو سيمينارونه جوړ کړل.

د چاپولو د سوداګرانو د بين المللی ټولنې رئيسې مېرمن انا ماريا کابانيلاس دا نظر څرګنديږی چی نورو هېوادونو ته د چين د چاپولو د چارو د ور په خلاصولو سره به د چين او نورو هېوادونو د سوداګرانو ترمنځ همکاری ورځ په ورځ پراخه شی. هغې د سږنی بين المللی نندارتون په اړه په بين المللی فورم کی وويل

( دريم اواز)

د مختلفو هېوادونو سوداګران منفرد نه دي او دوی بايد د نورو له ګټورو تجربو او افکارو څخه ګټې واخلی. زه هيله لرم چی د چين د سوداګرانو نظريات تر لاسه کړم.

د بيجينګ د کتابونو د هرې دورې بين المللی نندارتون چی هر کال يو ځل جوړيږی، نه يوازی د چاپولو د حق د معاملې دپاره مهم مارکيت ګرځېدلی دی، بلکه پکی د چين د چاپولو د چارو تازه معلومات تر لاسه کېدای شی.