د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د داخله چارو وزير افتاب احمد شيرپاو د سپتمبر په ١٦مه نيټه څرګنده کړه چه پاکستان د افغانستان او خپل هيواد تر منځ په سرحدی سيمو کی نور سل تحهاڼی او نور پنځه زره تنه امنيت ساتونکی ترتيب کړيدی تر څو د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو په موده کی د دواړو هيوادونو د سرحدی سيمو امنيت تامين شي ٠
هغه په اسلام أباد د مطبوعاتی ذرايعو سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه سوله د افغانستان لپاره ډير مهم دی او د افغانستان د پارلمان راتلونکی انتخابات به نه يوازی افغانستان ته نيکمرغی ورسوي بلکی د ګاونډی هيوادونو د امنيت د اوضاعو د ساتنی لپاره به هم فايده ولری ٠ هغه هيله څرګنده کړه چه د افغانستان د پارلمان انتخابات په ازاده او شفافه فضا کی تر سره شي ٠