<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-17 20:49:00    
د خال لرونکو هوسيو مصنوعی روزنه

cri

د چين د جی لين ولايت د چانګ چون ښار د شانګ يوانګ سيمه د چين د خال لرونکوهوسيو د روزنی له امله مشهوره ده .په نوموړی سيمی کی د خال لرونکوهوسيود روزنی لارو چارو انکشاف موندلی او محلی اقتصاد هم وده او انکشاف کړی ده او زيات خلک د خال لرونکو هوسيو د روزنی له لاری شتمن شوی دی .

هاو جين سنګ په نوموړی سيمی کی د خال لرونکو هوسيو د روزلو د فارم يو خاوند دی .کله چی خبريال د روزلو فارم ته ولاړ ،دا يی و ليدل چی د خال لرونکو هوسيو د روزلو دپاره پاک غوجلونه جوړ کړی او خال لرونکی هوسۍ هری خوا ته منډی وهی . ٥٣ کلن بزګر هاو جين سنګ وويل چی د څو تيرو کلونو نه راهيسی د سيمی حکومت د خال لرونکی هوسۍ د روزلو او د لازياتو پيسو د تر لاسه کولو دپاره ښه ګامونه اخيستی دی .هغه د خال لرونکو هوسيو د غوجلونو د جوړولو دپاره د ٧ لکو ژن مين بی يونوپيسی اچولی دی.اوس د خال لرونکو هوسيو عمومی شمير يی ٣٤٠ ته او کلنی عايدات يی تقريبأ ٢ لکو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .نن ورځ په نوموړی سيمه کی د هاو جين سنګ په شان روزونکی زيات دی .

د شانګ يانګ په سيمی کی د خال لرونکو هوسيو روزل د دريوو سوو کلونو اوږد تاريخ لری .د نوموړی سيمی حکومت د خل لرونکو هوسيو د روزلو دپاره په پرله پسی توګه يو لړ امتيازونه مالدارانو ته ور دی او د پيسو،تخنيکونو ،غوجلونو او د مالياتو د کمښت په زياتو برخوکی يی له مالدارانو سره مرستی ور کړی دی .په ١٠ کلونو کی د نوموړی سيمی د خال لرونکو هوسيو شمير له ٣٠ زرو نه يولکو ٢٠ زرو ته رسيدلی دی چی د هيواد د خال لرونکو هوسيو د عمومی شمير په سلو کی ٢٥ نيسی او د خال لرونکو هوسيو له روزنی نه تر لاسه شوی عايدات د نوموړی سيمی د هر مالدار په سر په سلو کی ٢٠ نيسی .

د نوموړی سيمی د ګوندی کميټی منشی فانګ سو ګوانګ وويل چی زمونږ هدف دا دی چی زمونږ سيمه په چين کی د خال لرونکو هوسيو د روزنی او صادرولو او د هوسۍ د ښکرونو د چمتوکولو اډه وګرځی . د نوموړی سيمی دلوشيانګ په علاقه داری کی د خال لرونکو هوسيو د روزنی د فارم خاواندفن ګانګ وويل چی په سږ کال کی به د هوسيو شل زره جوړه ښکرونه چمتوکړای شی او عايدات به يی ٢ لکو ژن مين بی يونو ته ورسيږی. د نوموړی فارم توليدات د جانګ سو، ځه جانګ او ګوانګ دونګ په ولايتونو کی ښه بازار لری .

اوس په نوموړی علاقه داری کی د خال لرونکو هوسيو د روزلو ١٠ اډی جوړی شوی دی او پکی د خال لرونکو هوسيو د محصولاتو د پروسيس او چمتو کولو دپاره ٢٠ شرکتونه موجود دی .په دی علاقه داری کی د خال لرونکی هوسيو شمير ٦٠ زرو ته رسيدلی دی چی دا د هيواد په سلو کی ١٢ برخه نيسی او د خال لرونکو هوسيو د ښکرونو توليدی اندازه ١٥ ټنو ته رسيدلی دی او د خال لرونکی هوسيو محصولات ٥٠٠ ټنو ته لوړ شوی دی .د خال لرونکو هوسيو د روزلو د چارو ارزښت ٣سوو مليونو ژن مين بی يونو نه اوښتی دی او د برګرانو او مالدارانو د هر تن په سر عايدات له ٢ زرو يونو نه زيات دی .

د دوو کلونو نه راهيسی د شانګ يانګ د سيمی حکومت د عصری تخنيک په مرسته په اټکا د خال لرونکو هوسيو د روزنی او د هفو څخه د ترلاسه شويو توليداتو د چمتو کولو په برخو کی يولړ موفقيتونه موندلی دی او د خال لرونکو هوسيو څخه د تر لاسه شو يو توليداتو د چمتو کولو علمی سيستم يی جوړ کړی دی .اوس د شانګ يانګ په علاقه داری کی د خال لرونکو هوسيو د روزلو څخه تر لاسه شوی کلنی توليدی ارزښت له ٦ سوو مليونو ژن مين بی يونو نه اوښتی دی او توليدات يی د جنوب لويديځی اسيا په شمول څو هيوادونو او سيمو ته صادريږی .