<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-17 21:02:25    
د خوراکي مواد معالجوي رول او د سبزيجاتو په باب معلومات

cri

کوم سبزيجات خام خوړل کيږي ٠ د تازه او خامو سبزيجاتو خوړل د انسان د روغتيا له پاره ډير ګټور دي ٠ مثلأ د تازه سبزيجاتو د خوړلو په اثر اشتها زياتيږي او زيات ډولونه ويتامين له لاسه نه ورکول کيږي ٠ ځکه د سبزيجاتو د پخولو په بهير کې معدني مواد او په تيره بيا ويتامين بي او سي له منځه ځي ٠ ايا کوم کوم ډول تازه سبزيجات خوړلي شي ؟ که کرم خام وخوړل شي ، ويتامين سي او يو اخيستي شي او ويتامين سي او يو د معدې د زخم د وقايي او علاج له پاره ګټه لري ٠ که په کرم کې کنجد غوړي ، سوس او سرکه او نور شيان واچول شي ، نو خوند يي زياتيږي ٠ مولي او ترب هم خام خوړلي شي او له مولي او ترب څخه ويتامين سي وجود ته راجذبولي شي او د هاضمې له پاره هم ګټور وي ٠ که په مولي او ترب کې لږ څه مالګه او کنجد غوړي واچوي ، د اشتها د راوستلو له پاره ښه غذا ده ٠ کاهو او بادرنګ نه يوازي خوندور دي او غذايي ارزښت يي هم زيات دي ٠ ځيګر او د طحال د قوي والي او د اشتها د زياتوالي له پاره ګټور دي ٠ ټولو ته معلومه ده چه بادرنګ د ميوو په شان خام خوړل کيږي او ډول ډول ساړه خواړه تري جوړيږي ٠ رومي بانجن زيات غذايي ارزښت لري او خوند يي هم ښه دي ٠ د اومو رومي بانجانو خوړل د سپين ږيرو او سپين سرو له پاره او هم د زړه او د وينې د فشار د نارروغانو له پاره ډيره فائده لري ٠ ځکه چه په رومي بانجانو کې زيات ويتامين سي شته ٠ که د مني په فصل کې هره ورځ دوه دري داني رومي بانجان وخوري ، د صحت د پاره ډيره ګټه لري ٠ خو بايد دي ته متوجه اوسي چه هغه رومي بانجان چه پوخ نه وي ، د خوړلو وړ نه دي ٠ کرفس هم ښه غذايي ارزښت لري خصوصأ زيات ويتامين پي پکې پيدا کيږي ٠ خواږه مرچ د نورو سبزيجاتو په شان ويتامين سي لري ٠ که څوک هره ورځ سل ګرامه خواږه مرچ په خام ډول وخوري ، په بدن کې د ويتامين سي اړتياوي پوره شي او د اشتها د زياتوالي سبب هم دي ٠ مګر مرچ محرکه جنبه لري او خوند يي تيز دي ، نو مرچ د هغو ناروغانو له پاره ګټور نه دي چه د ستوني په خوږوالي ، د معدې په ناروغۍ او بواسيرو اخته دي ٠ بر سيره پر دي خامه هوږه ، پياز، پالک او د نيلوفر ريښې هم خام خوړل کيږي ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه دغسي سبزيجات بايد ښه پاک شي او بيا و خوړل شي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده چه د هغو کسانو له پاره چه کله کله د بولې لارې په ورم اخته کيږي ، که هره ورځ دري سوه ميليلمتره د مالتې اوبه وڅښي ، ددي ورم د مخنيوي او علاج له پاره ډير ګټور تماميږي ٠ د جاپان عالمانو په نظر د تور چاي چه کم رنګ وي د ويروس د التهاب د له منځه وړلو اثر لري ، نو د تورو چايو څښل او يا ددي چاي په اوبو سره د خولې مينځل د نزلي ګريپ د پيشګري يا وقايي له پاره ډيره ګټه لري ٠ د احصايي له مخې ديرش فيصده سګرت څکوونکي چه په برونشيت اخته دي ، د غوا شيدي نه څښي ٠ که سګريت څکوونکي هره ورځ شيدي وڅښي ، په برونشيت د اخته کيدو احتمال يي کم دي ٠ يوه امريکايي څيړونکي په دي وروستيو ورځو کې په خپل يوه علمي تيزس کې ليکلي چه که څوک هره ورځ يوه لپه د کدو تخمونه وخوري د پرستات د غدي د پړسوب د علاج له پاره ډير ګټور دي ٠ دغه راز که څوک هره ورځ نيم پونډ اوبه وڅښي ، په پښتورګۍ او مثانه کې د تيږو د پيدا کيدو خطر څلور فيصده کميږي ٠ که هره ورځ نيم پونډ قهوه او چاي وڅښي ، په پښتورګۍ کې د تيږو د رامنځته کيدو امکانات به په سلو کې لس او څوارلس کم شي ٠ د څيړونکو په نظر که په اونۍ کې دوه واره پالک وخوړل شي ، د سترګو د شبکې د ضعيفوالي امکان کميږي ٠