<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-18 18:49:02    
د الوتکی د توری صندوقچی په باب معلومات

cri

د ٢٠٠١ جولای په اوه ويشتمه نيټه د اوکراين يوه ٌ سو ٌ اوه ويشت ډوله جنګی الوتکه د هغه هيواد د هوايی قواوو د څوارلسم اردو د تاسيس د شپيتمی کاليزی د نمانځنی په مراسمو کی د نمايش الوتنی په وخت کی سقوط شوه او په نتيجه کی دری اتيا تنه نندارچيان مړه او نور يو سلو شپاړلس تنه ټپيان شول چی دغه غمجنه پيښه د نړۍ د هوايی نمايش په تاريخ کی ډيره لويه پيښه ګڼل کيږی٠ پر ته له دی نه د ٢٠٠٢ کال د اپريل او می په مياشتو کی د چين دوه مسافرورونکی الوتکی او په نورو هيوادو کی هم ځينی الوتکی وغورځولی شوی ٠ د هوايی پيښو نه وروسته د مړو او د الوتکی د باقياتو د لټولو نه پر ته د توری صندوقچی د پيدا کولو وظيفه ډيره مهمه ده٠ د پروګرام په دی برخه کی به د الوتکی د توری صندوقچی په باب معلومات ورکړی ٠ توره صندوقچه د پرواز په ريکارد د اله هم ويل کيږی چی د پرواز د معلوماتو او د پيلوټانو په کابين کی د پيلوټانو د خبرو د ثبتولو له دوو الو څخه متشکله ده ٠ د پرواز د معلوماتو د ثبتولو په اله کی د پرواز د جهت ، لوړوالی ، د الوتکی د کابين له خوا د منل شوی فشار ، پر الوتکی باندی اچول شوی ډول ډول فشارونه او د هوا د مساعد جريان ، مقاومت او د کنترول قوی او د الوتکی د هدايت په شمول نژدی سل معلومات ثبتيږی او د پيلوټانو په کابين کی د خبرو د ثبتولو په اله کی تقريبأ د نيم ساعت دپاره د ډول ډول صوتی بسامد علامات او نور زوږونه په مکرر ډول ثبتيږی ٠ دغه ډول توره صندوقچه د تيری پيړۍ په څلورمه لسيزه کی په الوتکه کی نصب شوی وه٠ څرنګه چی په هغه وخت کی د الوتکی د سقوط نه وروسته

د الوتکی د باقياتو د لټولو وظيفه عمومأ د غير هوائی موسسی د کارکوونکو په غاړه وه او دوی د پرواز د معلوماتو د ثبتولو اله نه وه ليدلی ، نو دغه اله تور رنګ شوی وه او د الوتکی د سقوط په خبر کی د پرواز د معلوماتو د ثبتولو اله د توری صندوقچی په نامه ونوموله شوه ٠ خو اوس دغه اله نارنګی رنګ دی او د ژر پيدا کيدو دپاره د رڼا د منعکسولو رنګ شوی او په اوبو کی د جهت د سنجولو اله هم پکی نصب شويده ځکه چی الوتکه کله کله په بحر کی سقوط کيږی او په دی وخت کی د جهت د سنج د الی له خوا صوتی امواج نشريږی لټونکی په اسانه توګه توره صندوقچه پيدا کولی شی ٠ د دی دپاره چی د الوتکی د سقوط په وخت کی توری صندوقچی ته رسيدلی زيانونه تر ممکنه حده پوری کم شی ، توره صندوقچه بايد په هغو موادو جوړيږی چی د زياتی ضربی او لوړ حرارت په ضد دفاعی قابليت لری په بله ژبه توره صندوقچه د اور ، فشار ، ضربی او ارتعاش او د بحری اوبو يا د خاورو تيل سره مقاومت کولی شی ٠ د اور سره د مقاومت دپاره د توری صندوقچی پوسته د لوړ حرارت په ضد د تيتانی فلزاتو څخه جوړيږی او دننه يی د لوړ حرارت په ضد محفوظ پلاستيک نصبيږی ٠ که څه هم د هوائی پيښی د علتونو د تحليل دپاره د توری صندوقچی رول ډير مهم او تعويض نه کيدونکی دی ، خو مطلق نه دی ٠ ځکه چی اوس په نوی ډول الوتکه کی عددی الکترونيکی سيستم او د پيلوټانو په کابين کی د ميترونو په ځای الکترونيکی پردی نصب شوی دی ، نو مشکل دی چی د پيښو د پيدا کيدو شواهد تر لاسه کيږی او کله کله د نوی سفت وير له پارازيت سره مخامخ کيږی ٠ مثلا که د پرواز د کنترول سيستم د موانعو له امله التکه وغورځوله شی ، توره صندوقچه دغه موانع نشی ثبتولی ٠ نو ويل کيږی چی د توری صندوقچی له

لاری د هوائی پيښی د علتونو تحليل بايد د نورو ډول ډول تحقيقاتو ، تحليلونو او ازموينو په اساس سر ته ورسيږی څو چی د پيښی اصلی علت ښکاره شی٠