د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د سپتمبر په اوولسمه نيټه دا څرګنده کړه چه د فلسطين په نوم د هيواد جوړيدل د پاکستان او اسرائيلو ترمنځ د هراړخيزو سياسی روابطو د جوړيدو دپاره د کلی اهميت لری٠
جمهوررئيس پرويز مشرف په همدې ورځ ماښام په نيويارک کښی د امريکې د يهوديانو په غونډه کښی د ګډون په بهير کښی وويل چه که اسرائيل د فلسطين د هيواد دجوړيدو په جريان کښی واقعی کوششونه وکړی، پاکستان به له اسرائيلو سره د خپلو روابطو د عادی کولو دپاره لا زيات تدبيرونه ونيسی او د دواړو خواوو ترمنځ د رسمی سياسی روابطو د جوړيدو دپاره به کوششونه وکړی٠