د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د م م سرمنشی کوفی انان د سپتمبر په ١٨مه نيټه د نطاق په وسيله يوه اعلاميه خپره کړه او د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د بريالی جوريدو له امله ئی خپله مبارکی څرګنده کړه٠
په دغه اعلاميه کی دا ويل شويدی چې د افغانستان نننی پرمختګ يو ځل بيا دا څرګنده کړه چې د افغانستان خلک پر سوله ايز او ديموکراتيک انکشاف باندی ټينګار کوی٠ په نوموړی اعلاميه کی دا هيله هم څرګنده شويده چې کانديدان او د دوی پلويان بايد د انتخاباتو له ارګانونو سره پوره مرسته وکړی تر څو انتخابات په سوله ايز او سالم ډول تر سره شی ٠