د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د اروپايی اتحاد د کميټی غړی بينيته فريرو والدنر چې د خارجه چارو مسؤله ده او د ناتو بلاک د سازمان د عمومی منشی جاپ دی هوپ شفر د سپتمبر په ١٨مه نيټه په جلا جلا توګه اعلاميه خپره کړه او د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د بريالی د جوړيدو له امله ئی مبارکی څرګنده کړه٠
بينيته فريرو والدنر وويل چې دا په افغانستان کی د ٣٠ کالونو نه راهيسی لومړنی پارلمانی انتخابات دی او د سولی او ثبات په لاره کی د افغانستان د پرمختګ دپاره مهمه پيښه ده٠
جاپ دی هوپ شفر وويل چې د ناتو بلاک به په مداومه توګه له م م ، اروپايی اتحاد او بين المللی سازمانونو سره يو ځای د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړی٠