<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-19 16:17:41    
د الی په سيمی کی د تجارتی مالونو د مارکونو په نسبت د خلکو فکرونه

cri

د الی په سيمی کی چی د چين د تبت د خودمختاری سيمی په شمال لويديځی برخی کی واقع دی د سيمندر د سطحی نه يی منځنی لوړوالی له څلورو زرو پنځو سوو ميترو نه زياتيږی .ځمکی ډيری او نفوس يی لږ او طبيعی شرايط يی ډير خراب دی مګر د تبت خلکو د دی سيمی دپاره زيات بی ستری طبيعی او هنری ميراث پری ايښی دی چی دا خارج ته د الی د خلکو له خوا وړاندی شوی مادی او روحی شتمنۍ ګرځيدلی دی .په نننی پروګرام کی به د الی په سيمی کی د تجارتی مالونو د مارکونو په نسبت د خلکو د فکرونو په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو.

تيپال ته نژدی د تبت د الی سيمی د پولان ولسوالی د که جيا د معبد په ديوال باندی يو علان د خلکو سترګی راجلبوی چی پکی د ګانګ رن بوچی د څوکی په نامه د پاکو اوبو بوتل انځور شوی دی .د نيپال ،هند او د چين د زياتو خلکو دپاره د ګانګ رون بوچی د څوکی د دوی په زړه کی د بيت النی غره په توګه ګنل کيږی او د نوموړی غره په پای کی د ماپانګ يونګ جهيل اوبه هم د دوی په زړونو کی پاکی اوبه دی .د ګانګ رن بوچی څوکی په نوم د بوتل پاکی اوبه چی د چين او هند له خوا د شل ګونو مليونو يوانو په ارزښت پانګی اچول شوی او په سږ کال کی يی په توليدولو پيل شوی او په پر له پسی توګه په هند او نيپال کی پلورل کيږی.

په عين وخت کی د نرمو سرو زرو په توګه د الی سيمی د پسه د وړيو صنعت په نژديو کلونو کی انکشاف موندلی دی .د الی سيمی رئيس دونګ مينک جون مونږ ته داسی وويل دا په نړۍ کی مشهوره اوقيمتی وړين ټوکران دی او کيفيت يی هم ډير ښه دی او د مشتريانو ډيری خوښيږی .

د معلوماتو له مخی په بين المللی بازار کی د الی سيمی د وړينو په ذريعه جوړ شوی

د سمالونه څو زره دالړه ارزښت لری او محلی حکومت له دی لاری د خلکو دپاره د عايداتو د زياتوالی لاری چاری برابری کړی دی .د الی سيمی د ګای ځه ولسوالی ولسوال لولا مونږ ته وويل (اواز...............................)د پسونو د وړيو صنعت د الی سيمی مخصوص صنعت دی .د الی سيمی چمنونه د پسونو د روزلو دپاره ګټور دی .مونږ د مالداری چارو انکشاف ته زياته پاملرنه اړولی ده .

د سی چوانګ هه په علاقه داری کی د الی ځين هادا په نامه د يو شرکت د پلورلو په لوی تالار کی دا ليدل کيږی چی زيات خلک وړيت شيان انتخابوی او د بوه څادر بيه له يوه زره نه تر دريوو زرو ژن مين بی يونو پوری ده .د ښځو د کورنۍ بيه له دوو زرو يوانو نه څلورو زرو يوانو ته رسيږی .د پلورلو څانګی مسئول ښاغلی جاو چی بو مونږی ته وويل (اواز..........................)د شرکت د کار له پيل نه تر اوسه پوری د شرکت د پلورلو حالت ښه دی او د زياتو خلکو له خوا منل شوی او د الی د سيمی خلک د خپلو سيمه ايزو توليداتو څخه ښه هر کلی څرګندوی .

د پسونو د وړيو د صنعت د انکشاف په هکله مسئول مامور لو روی چينګ د څرګندونو له مخی اوس د الی په سيمه کی د پسونو شمير او کيفيت په نړۍ کی لومړی درجه ده .په محلی سيمه کی خلک د وړيو صنعت د انکشاف دپاره هڅه کوی .يوازی د الی سيمی د ژی تو په ولسوالی کی څه د پاسه دوه سوه پنځوس زره پسونه روزل شوی او د پسونو د وړيو کلنی اندازه اووياوو ټنو ته رسيدلی دی .د سيمی د مالدارنو په سلو کی ٨٥ عايدات د پسونو د وړيو د پلورلو نه تر لاسه کيږی .اوس د ژی تو ولسوالی د هغی اډی د جوړيدو دپاره چمتو دی چی هر کال د بين المللی بازار دپاره د پسونو سل ټنه ړړی برابری کړی .په نژديو دوو کلونو کی د تبت د حکومت اړوندی څانګی د الی د سيمی د انکشاف د پرمخبيولو دپاره د لسو مليونو

ژن مين بی يوانو په ارزښت يو شرکت جوړ کړ او هيله يی څرګنده کړه چی له دی لاری نه د الی د سيمی د وړينو توليدات رامنځته کړی او د الی د سيمی په اړه يو بل نوی بين المللی لرونکو توليداتو په توليد پيل وکړی .

ګرانو اوريدونکو زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .