<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-19 16:58:56    
د هانکانګ د ديسنی د لوبو او ساعتيري پارک په رسمي توګه پرانستل شو

cri

د هانکانګ د ديسنی د لوبو او ساعتيری پارک د سپتمبر په دوولسمه نيټه په رسمی توګه خلکو ته خلاص شو. د اسيا او ارام بحر د هېوادونو هغه سيلانيان چه له ديسنی سره مينه لری، له ميکی ماوس سره نژدی تماس نيولی شی.

په ١٩٩٩ کال کی د هانکانګ د خاصې ادارې سيمی حکومت د امريکی د ديسنی شرکت سره د ديسنی پارک د جوړولو موافقه وکړه ، په ٢٠٠٣ کال کی ددې پارک د جوړيدو پروژه پيل شوه او د ٢٠٠٥ کال د سپتمبر په دوولسمه نيټه په رسمی توګه پرانيستل شو .

د هانکانګ د ديسنی پارک د هانکانګ د دا يو شان غره د جو ګاو په خليج کی واقع او د هانکانګ بين المللی هوايی ډګر ته نژدی دی او دغه خليج د خاورو د ډکولو له لاري جوړ شويدي . د دې پارک مساحت يو سلو شپږويشت هکتاره دی او په دغو څلورو سيمو ويشل شويدی ، د امريکی لارې او کوڅې ، خيالي نړۍ ، راتلونکی نړۍ او اکتشافی نړۍ، له دې نه پرته ، په نوموړی پارک کی هم دوه هوټلونه شته . دغه پارک د هانکانګ د خاصی اداری د سيمی د حکومت او د امريکی د ديسنی د شرکت لخوا ګډ جوړ شوی دی او د جوړولو پيسی يی تقريبا دری مليارد پنځه سوه مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی. اوس د هانکانګ د خاصی اداری د سيمی حکومت په سلو کی اوه پنځوس اسهام لری او د ديسنی شرکت نور دری څلويښت فيصده اسهام لری.

د دې پارک په تاسيساتو کی د دوولس هکتارو په مساحت يو جهيل شته چه په هانکانګ کی تر ټولو لوی جهيل دی او په اوبو لګولو کی ور څخه ګټه اخيستل کيږی . د مترو شرکت د دوه سوو شپږپنځوس مليونو امريکايی ډالرو په اچولو سره له شين او څخه ديسنی پارک ته د مترو يوه ځانګری لاره جوړه کړه او دغه مترو د هانکانګ د مترو د شبکی سره اړيکی لری، نو خلک په اسانه توګه ديسنی پارک ته تللی شی.

په ١٩٥٥ کال کی د امريکی په کيليفورنيا ايالت کی د ديسنی د لوبو او ساعتيری لومړی پارک د جوړېدو راهيسی ، د ديسنی شرکت د امريکی په اوريلندو ، د جاپان په توکيو او د فرانسی په پاريس کی دری پارکونه جوړ کړی دی. د هانکانګ د ديسنی پارک په نړۍ کی د ديسنی پنځم پارک دی .

د ديسنی د نورو پارکونو په نسبت،که څه هم د هانکانګ د ديسنی پارک مساحت ډېر لوی نه دی ، مګر د ديسنی د لوبو او ساعتيری د پارک ځانګړی خصوصيت لری. د امريکی د لارو او کوڅو برخه په عمده توګه د مالونو د اخيستلو او د رستورانو سيمه ده، په نورو درو برخو کی د برېښنا د وسايلو لوبی شته . له دې نه پرته ، د توريستانو د اړتيا د پوره کولو لپاره په دغه پارک کی په خاصه توګه يوه داسی سيمه ټاکل شويده چه توريستان د ديسنی د ډول څړو عکسونه اخلی .

د دې په خاطر چه ډېر زيات سيلانيان ځان ته راجلب کړی ، د هانکانګ د ديسنی د پارک مسئول وويل چه هر کال به په دغه پارک کی د لوبی نوی پروګرام جوړ شی او دا هم د ديسنی د لوبو او ساعتيری د پارک د جوړونکی وارت ديسنی اراده ده . هغه نظر درلود تر څو چه خوب ليدل موجود وی د ديسنی د پارک ابادی به نه دريږی.

د اړوندو شخصيتو په نظر د ديسنی شرکت په هاناکانګ کی د امريکی په بهر کی د ديسنی د دريم پارک د جوړولو څخه څرګنديږی چه دوی د هانکانګ په راتلونکی باندی پوره باور لری. هيله ده چه د ديسنی د لوبو او ساعتيری پارک هانکانګ ته دايمی اقتصادی ګټی ورسوی او په عين وخت کی د يوه نړيوال ښار په توګه د هانکانګ اغېزه پراخه شی.

د هانکانګ د خاصی اداری د سيمی د حکومت لخوا اټکل کيږی چه د پارک د پرانيستلو په لومړی کال کی به د راغلو سيلانيانو شمېر پنځه مليونو شپږ لکو تنو ته ورسيږی او د پنځلسو کلونو نه وروسته به هر کال لس مليونو تنو ته زيات شی. د اړوندو احصايو له مخی، د پارک د جوړېدو په بهير کی د کار يولس زره چانسونه برابر شوی دی . اټکل کيږی چه په راتلونکو شلو کلونو کی د هانکانګ د ديسنی پارک به د کار پنځه دېرش زره اته سوه چانسونه برابر کړی.