<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-19 17:06:15    
د CRI د روانی معلوماتی مسابقی په اړه لومړنی مضمون _ ولی تايوان د چين په خاوری پوری اړه لری ؟

cri

درنو اوريدونکو ، ډير خوشحاله يو چه تاسو د چين د قيمتی ټاپو - تايوان په اړه معلوماتی مسابقه کی برخه اخلئ . په لومړنی مضمون کی به د تايوان د تاريخ ، عمومی معلوماتو او د تايوان د موضوع د راپيداکيدو د مبدأ او ريشی په ارتباط له تاسو سره وغږيږو .

د تايوان ټاپو د چين د لويی وچی د جنوب ختيځ په سمندری حوزه کی پرته ده او د چين لومړنی لويه تاپو ګڼله کيږی چه د څه د پاسه ٣٠ زرو مربع کيلومترو مساحت لری . د دی ټاپو او د چين د لويی وچی په منځ کی يوه ابنأ پرته ده او د دواړو غاړو ترمنځ ډيره لنډه فاصله يوازی ١٣٠ کيلومتره ده .

نن سبا تايوان ٢٣ مليونه نفوس لری چه د چين د نفوسو د عمومی شمير په زرو کی اتلس برخه نيسی .

د چين د لويی وچی سره د تايوان د ټاپو د تاريخی اړيکو په باره کی د بيجينګ د واحد پوهنتون په اړه د تايوانی چارو د انستيتيوټ رييس پروفيسر شيو بو دونګ وويل _ * د تاريخی اسنادو له مخی ، د تايوان تاريخ په ٢٣٠ ميلادی کال کی موجود ؤ. په هغه وخت کی د چين په جنوب ختيځه سيمه کی د وو ملک پاچا سون چيوان لس زره منصبدران او عسکران تايوان ته وروليږل . وروسته د ميلاد په ٦ او ٧ مه پيړۍ کی د چين د ((سيوی )) شاهی دورې د درو ځلو لپاره تايوان ته هم فوځيان ورواستول . د ١٧ می پيړۍ په سرکی تايوان د يوه وخت لپاره د هالنډ مستعمره وګرځيدله . د ١٧ می پيړۍ په شپږمه لسيزه کی

د ملی قهرمان جنګ چينګ ګونګ په قوماندانۍ د چين اردو د هالنډ استعمارچيان له تايوان څخه وشړل او تايوان د چين غيږی ته بيرته راستون شو .

مګر له بده مرغه د ١٩می پيړۍ په پای کی تايوان بيا د جاپان د تيری کوونکو په منګل کی ولويد او د ٥٠ کالو نه وروسته تر ١٩٤٥ کاله پوری تايوان د چين غيږی ته بيرته راغلی دی .

پروفيسر شيو بو دونګ خبريال ته د تايوان د بيرته لاس ته راوړلو بهير بيان کړ او و يی ويل __ * په ١٩٣٧ کال کی جاپان په هراړخيز ډول د چين په ضد تيری کوونکی جګړی پيل کړې او په عين وخت کی د چين د خلکو اته کلنه مقاومتی جګړه هم پيل شوه . په ١٩٤١ کال کی د چين حکومت جاپان ته د چين د جنګ د اعلانولو په رسمی ابلاغ کی مختلفو هيوادونو ته اعلام وکړ چه چين د چين او جاپان د روابطو په اړه ټول تړونونه ،موافقتنامې او قراردادونه فسخ کوی او تايوان به بيرته واخلی . په ١٩٤٣ کال کی د قاهری په هغه ابلاغيه کی چه د چين ، امريکی او برتانيی د حکومتونو لخوا خپره شوه ، ټاکل شوی چه جاپان بايد د شمال ختيځی سيمی ، تايوان او د پنهو ټاپوګانو په شمول د چين خاوری چه په زورسره يی نيولی ، چين ته بيرته ورکړی . د پوڅدام په اعلان کی چه په ١٩٤٥ کال کی لومړی د چين ، امريکی او برتانيی لخوا په ګډه لاسليک شو او بيا شوروی اتحاد پکی هم ګډون وکړ ، ټاکل شوی چه د قاهری په ابلاغيه کی ټاکل

شوی شرايط بايد ترسره کړی شی . د همدی کال د اګيسټ په مياشت کی جاپان د تسليم اعلان وکړ او د جاپان د تسليمی د مادو په باب سند کی يی ژمنه وکړه چه په پوره وفاداری سره به د پوڅدام په اعلان کی ټولی وجيبی ترسره کړی . د اکتوبر په مياشت کی د چين حکومت پر تايوان باندی خپل بشپړ حاکميت اعاده کړ .

خو د تايوان او لويی وچی ترمنځ بيا دښمنۍ د تيری پيړۍ په څلورمه لسيزه کی د چين د کورنی جګړی له امله رامنځ ته شوه .د دوهمی عمومی جګړی د پای ته رسيدو په دوهم کال يعنی په ١٩٤٦کال کی د چين د ګوميندانګ ګوند او دکمونست ګوند ترمنځ چه په ګډه سره يی له جاپانی تيری کوونکو سره مقاومت وکړ ، کورنی جګړه وشوه . په ١٩٤٩کال کی د نوموړی جګړی ګټونکی کمونست ګوند د چين ولسی جمهوريت جوړکړی او د ګوميندانګ ګوند د چين له لويی وچی څخه د تايوان ټاپو ته ځان ګوښه کړی دی . د امريکی په ملاتړۍ دوی له مرکزی حکومت سره مقابله کوی او د ګرد چين د قانونی نماينده په توګه د چين د ولسی جمهوريت مقام نه پيژنی .

تايوان د چين ديوې برخې په توګه د بين المللی ټولنی لخوا منل شوی او له ١٦٠ نه زياتو هيوادونو په دی مخکنی شرطه له چين سره سياسی روابط ټينګ کړی دی چه د ټول چين د يوازنی او قانونی حکومت په حيث د چين ولسی جمهوريت پيژنی او تايوان د چين يوه برخه ګڼی .

ګرانو اوريدونکو ، د دی مضمون په پای کی دوې پوښتنی وړاندی کوو _

لومړی ، د تايوان ټاپو د چين د لويی وچی په کومه خوا کی پرته ده ؟ د تايوان ټاپو او لويی وچی ترمنځ د أبنا ډيره لنډه فاصله څو کيلومتره ده ؟

دوهم ، په ١٩٤٣ کال کی د چين ، امريکی او برتانيی لخوا يوه ابلاغيه لاسليکه شوه او د قانونی اصولو له لحاظه هغه حقيقت وپيژندل شوچه تايوان د چين يوه برخه ده . مهربانی وکړئ چه د نوموړی ابلاغيی نوم څه دی ؟