د چين دبين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د رايو حسابول په محلی وخت د شلمې نيټې د سهار په شپږو بجو پيل شول . تر اوسه پوری يو لکه دوه زره تړل شوی صندوقونه تر نظارت او ساتنې لاندی د افغانستان د رايو د حسابولو ٣٢ دولتی مرکزونو ته ورليږدول شوی دی .
د افغانستان د انتخاباتو دګډې کميټې مامور پيتر اربن څرګنده کړه چه د رايو د حسابولو کار به دوه يا دری اوونۍ دوام ولری . هغه زياته کړه چه د ابتدايی حساب نه وروسته به نوموړی کميټه د بحث وړ رايو په باب فيصله وکړی نو دا احتمال شته چه وروستی نيتجه به د اکتوبر په ٢٢ نيټه رامنځته شی .